د ایران پر قونسلګرۍ برید؛ کربلا کې درې کسان وژل شوي دي

په عراق کې د روانو اعتراضونو په لړ کې معترضینو د یک شنبې په ورځ [نوامبر ۳] په کربلا کې د ایران پر قونسلګرۍ برید کړی دی.

مظاهره کوونکو د ایران د وتو نارې وهلې او ویل چې د ایران په نشتون کې به کربلا آزاده وي.

عراقي چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي چې امنیتي مامورینو درې هغه کسان وژلي چې د قونسلګرۍ پر دېوال ختلي وو.

له شاخوا یوې میاشتې راپدې خوا عراقیان د فساد او کمزورو حکومتي خدمتونو له امله مظاهره کوي.

په تېره یوه میاشت کې لږترلږه ۲۵۰ کسان له پولیسو سره د اخ و ډب له امله وژل شوي دي.

اکثره خلک ګمان کوي چې سیاستوال د عراق دوو متحدینو، امریکا او ایران ته وفاداره دي. ولسونه شک کوي چې دواړه هېوادونه پر سیمې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره په عراق کې نیابتي حضور لري.

صدراعظم عادل عبدالمهمدي تېره شپه له مظاهره کوونکو څخه وغوښتل چې لاریون بند کړي ځکه چې د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي.

صدراعظم د یو لړ اصلاحاتو د راوستو ژمنه وکړه او استعفا ته یې چمتوالی وښود که سیاستوال یې پر ځای ناستي موافقه وکړي. معترضین قانع نه دي او د ټولو سیاستوالو د ګوښه کېدو مطالبه کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ایران پر قونسلګرۍ برید؛ کربلا کې درې کسان وژل شوي دي