د هیات تحریرالشام جهادي ایتلاف په مشرۍ د سوریې د دولت ضد یاغیانو دمشق ته نږدې د څو ښارونو له نیولو وروسته د شنبې په ورځ ډسبمر اوم (لیندۍ ۱۷) د پایتخت دمشق د محاصره کولو خبر ورکړی دی.
د دغه ایتلاف مشر حسن عبدالغني چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی وویل: "زموږ ځواکونو د پایتخت دمش د محاصرې وروستی پړاو پیل کړی دی."
هغه په تلیګرام کې یاغي جنګیالیو ته په خطاب وویل: "دمشق تاسو ته په تمه دی."
خو د سوریې دفاع وزارت له خپلو سیمو څخه د دولتي ځواکونو شاته تګ رد کړی دی.
دغه وزارت په یو بیان کې وویل: "هغه ادعاوې چې ګنې د دمشق په ټولو برخو کې زموږ وسلهوالو ځواکونو شاته تګ کړی حقیقت نلري چې."
په بریتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې دولتي ځواکونو له هغو ښارونو څخه شاته تګ کړی دی چې د دمشق په ۱۰ کیلومترۍ کې دي.
د سوریې جمهوري ریاست هغه راپورونه رد کړي چې ګنې جمهور رئيس بشارالاسد له دمشق څخه وتلی دی او زیاته کړې یې ده چې "هغه خپل کار او ملي دندې د اساسي قانون له مخې په پایتخت کې ترسره کوي."
په عین حال کې د سوریې په ګاونډي هېواد عراق کې امنیتي سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د سوریې د پوځ سلګونو سرتیرو ته یې چې یو شمېر یې ټپيان و خپلې خاورې ته د دننه کېدو اجازه ورکړې ده.
د عراق یو لوړپوړي امنیتي چارواکي وویل چې د جمهور رئيس بشارالاسد ځواکونو "د جنګ له لومړۍ کرښې څخه تښتېدلي دي" او د القیم سرحدي لارې څخه عراق ته دننه شوي دي. هغه زیاته کړه چې "ټپيان په دې سیمه کې بستري شوي دي."
یوې بلې سرچینې ویلي چې د سوریې د پوځ د یو شمېر افسرانو په ګډون شاوخوا دوه زره ځواکونه د عراقي چارواکو له اجازې وروسته عراق ته دننه شوي دي.
د هیات تحریرالشام اسلامپاله ډلې د ترکیې او خپلو جهادي متحدینو په ملاتړ د نومبر په ۲۷ د ترکیې پولې ته څیرمه د سوریې په شمال لویدیځ باندې چټک او ناڅاپي بریدونه ترسره کړل او د حلب او حما ښارونو په ګډون یې زیاتې سیمې د بشارالاسد له حکومت څخه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.
په همدې حال کې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا باید د سوریې په جګړه کې ښکېل نه شي.
هغه په خپله "حقیقت" ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې وویل: "سوریه یوه ګډوډي ده، زموږ دوست نه دی او متحده ایالات باید ورسره هیڅ کار ونلري."
د امریکا منتخب ولسمشر ټینګار کړی: "دا زموږ جګړه نه ده، پرېږدئ چې دوام وکړي. په کې ښکېل نه شئ!"