پښتنې ښځې د حق په تکل کې

د گلالۍ اسماعیل نه په مننه

"د ډیر سپکاوې نه وروسته مجبوره شوم چې دا خبرې په ډاگه کړم. مونږ د ټولو پښتنو لپاره غږ پورته کړیدی، اوس پښتنو ته پکار ده چې په مونږ ننگ وکړي"

دغه خبرې د حیات خان مور د خیبر پښتونخوا نه دښځو یو هیت ته د وزیرستان د سفر په مهال کړیدي.

د پښتونخوا د ښځو یو هیت هغه وخت وزیرستان ته د تگ پریکړه وکړه چې په ټولنیزو رسنیو د خیسور د سیمې د یو ماشوم حیات خان ویډیو د خلکو پام ځان ته را واړوه.

د پښتنو ښځو په دغه هیت کې د پي ټي ایم ثنا اعجاز، سیاستمدارې بشری گوهر، عصمت شاهجهان، جمیله گیلاني، د حقونو فعالې گلالۍ اسماعیل او نوشین خټک شاملې وې.

د وزیرستان د دغې دورې په اړه گلالۍ اسماعیل او ثنا اعجاز په خپل فیس بک او ټویټر ویډیو گانې شریکې کړی.

گلالۍ اسماعیل چې لا هم د سفر په مهال کې وه، امریکاغږ ته وویل چې دغه سفر یوه حقیقت څرگندونکی سفر و.

گلالۍ اسماعیل په خپل فیس بک د وزیرستان د تگ په اړه ولیکل چې وزیرستان ته داخلیدو په وخت کې ورته داسې احساس وشو چې دوي د پاکستان یوې سیمې ته نه خو د پاکستان یوې مقبوضه سیمې ته راغللې وي.

گلالۍ وایي چې کله هغوي د هغه ښځې کور ته لاړل چې په پوځ د سپکاوې تور لگوي، نو هلته دوه نجونې بی هوښه شوې. د هغوي خپلوانو ورته وویل چې دغه ښځې چې گڼه گوڼه وویني نو د ویرې بی هوښه شي.

ثنا اعجاز د خیسوره د نوراني بي بي یو عکس شریک کړیدی او ورته یې لیکلي:

"هر ځل چې پوځیان یې د کور د نارینو په غیرموجودگۍ کې کور ته راننوځي او د کور د ستر سپکاوې یې وشي، نوراني په دې پاڼه یوه کرښه راکاږي"

گلالۍ اسماعیل دا هم وایي چې په وزیرستان کې نه یواځې د حیات خان مور خو ډیرو نورو ښځو ورسره هم خپلې بدې خاطرې شریکړې کړې. هغه وایي چې د سفر هدف یې د ځبل شوو ښځو سره خواخوږي او ملاتړ څرگندول و.

د حیات خان د مور برسیره نورو ښځو هم دغه هیت ته وویل چې د پاکستان پوځیان یې کور ته را ننوځي او سپکاوې یې کوي. گلالۍ زیاتوي :"د وزیرستان ښځې وایي چې پښتانه دې په مونږ ننگ وکړي."

د حیات خان د ویډیو د خپریدو نه وروسته په پاکستان کې د پښتون تحفظ تحریک او د حقونو نورو فعالانو د دغې پیښې د تحقیقاتو غوښتنه پیل کړیده خو د حیات خان مور وایي چې په هغوي د بیان د بدلولو لپاره سخت فشار اچول کیږي.

د پښتون تحریک مشر منظور پښتین د دغې پیښې نه وروسته یو وارې بیا د پاکستان پوځ ته خبردارې ورکړیدی چې د پښتنو د سپکاوې نه دې لاس واخلي خو د پاکستان پوځ تروسه پورې د دغو تورونو په اړه هیڅ ډول ځواب ندی ویلی.