خلیلزاد: د مذاکراتو په ناکامۍ کې جمهوریت او امارت دواړه ملامت دي 

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي‌ چې د دوحې تړون د بین الافغاني مذاکراتو فرصت برابر کړ،‌ خو امارت او جمهوریت دواړه باید د دغو خبرو په ناکامۍ کې پړه وګڼل شي.

ښاغلي‌ خلیلزاد له امریکا غږ سره په ځانګړي مرکې کې وویل چې د دواړو خواو ترمنځ فاصلو بین الافغاني مذاکرات ناکام کړل.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰د فبرورۍ په وروستۍ نېټه لاسلیک شو.

ښاغلي‌ خلیلزاد وویل چې د توافق په اساس طالبان او حکومت باید د تړون له لاسلیک کېدو لس ورځې وروسته خبرې پیل کړې وای، خو دا کار شپږ میاشتې وځنډېده.

نوموړي د افغانستان په پخواني ولسمشر محمد اشرف غني‌ هم انتقاد وکړ او ویې ویل: «په اوله کې هغه د سولې ننګه نه کوله. ډېر وخت یې ونیوه چې یو همه شمول پلاوی واستوي. بیا له اوږد ځنډ وروسته بین الافغاني‌ مذاکراتو ته داخل شو. هغه طالب بندیان پرېښودل خو شپږ میاشتې وخت یې ونیوه.»

د بین الافغاني‌ مذاکراتو پیلول او د طالب بندیانو پرېښودل د دوحې د تړون په شرطونو کې وو.

هغه همدغه راز وویل چې ولسمشر غني نه انګېرله چې ګنې امریکا له افغانستان څخه وځي او په خبره یې همدغه راز د خپلو عسکرو د ظرفیت په اړه یې هم محاسبه ښه نه وه.

نوموړي له کابل څخه د ښاغلي‌ غني‌ د وتلو په اړه وویل چې طالبانو او امریکا توافق کړی و چې طالب وسله وال به کابل ته نه ننوځي او افغان حکومت به یو باصلاحیته پلاوی استوي چې د همه شمول حکومت په جوړولو خبرې وکړې، خو وروسته معلومه شوه چې ښاغلی غني ازبکستان او بیا اماراتو ته تللی دی.

په هغه وخت کې ولسمشر غني په وار وار دا خبره کړې وه چې خپله دوره به پوره کوي او له طالبانو یې هم غوښتي وو چې د ټاکنو له لارې دې واک ترلاسه کړي.

یو شمېر افغانان بیا د دوحې په تړون انتقاد کوي او وايي چې طالبانو له تړون وروسته له امریکا سره سوله وکړه خو له افغانانو سره یې جنګ روان وساته. خو ښاغلي‌ خلیلزاد وضعیت ته په کتو د دوحې تړون غوره وباله.

نوموړي‌ وویل چې د افغانستان د نظام د سقوط ډېر عوامل دي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله جنګ ښه روان نه و او دویمه خبره دا چې د هغه په وینا امریکا له سختو شرایطو سره مخامخ وه او غوښتل یې چې خپل حضور هلته کم کړي ځکه چې لګښتونه یې زیات وو.

نوموړي همدغه راز وویل چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بل دلیل دا و چې په نړۍ کې تغیرات او نوي لومړیتوبونه مخې ته راغلل لکه په اسیا کې د قدرت توازن او په افغانستان د وضعیت بدلون، وايي افغانستان نور د نړۍ لپاره د تروریزم د تهدید مرکز نه و.

هغه د افغانستان د نظام د سقوط بل دلیل په امریکا باندې د افغان ځواکونو احتمالي‌ اتکا وبلله. هغه وویل: « ایا داسې پوځ مو جوړ کړ چې په رواني او عملیاتي لحاظ په امریکا باندې ډېر متکي و؟ ایا د [افغانستان] پوځ په هغه هدف باور نه درلوده چې مبارزه یې ورته کوله؟ هغوی تر هغه مهال پورې وجنګېدل چې امریکا هلته وه، ته وا د امریکا لپاره جنګېدل.»

خو ښاغلي خلیلزاد دا خبره هم وکړه چې افغان ځواکونو ډېره قرباني ورکړې ده. هغه وویل چې په سیاسي او نظامي‌ رهبرۍ کې د تېروتنو دا چې امریکا په افغانستان کې د نظامي سقوط مخه نیولای شوه که نه، ډېرې پوښتنې شته چې باید ځواب شي.