خلیلزاد د دوستم سره په سولې خبرې کړي

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته د خپل دوهم سفر په ترڅ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د خبرو سربیره د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عیدالرشید دوستم سره هم په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په مسله خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد نن دوشنبې د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

د جنرال دوستم یو ویاند بشیر احمد ته ینج امریکا غږ ته د ښاغلي خلیلزاد او د جنرال دوستم د تیرې ورځې د کتنې په اړه وویل، چې دواړو په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو پر مسله په تفیصل خبرې کړي دي.

ښاغلي ته ینج د ښاغلي دوستم په وینا وویل "مونږ باید پر طالبانو باندې د فشار څخه کار اخیستلو انتخاب له پامه ونه غورځوو، تر هغه، چې طالبان سولې ته غاړې ایښودلو ته قانع نه کړو، هغوی به دې مسلو ته غاړه کښینږدي، که هغوی سولې ته لیواله وي، نو سوله باید یو داسې بهیر وي، چې ټول په کې ګډون ولري".

د جنرال دوستم د دفتر له خوا، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي خلیلزاد او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د تیرې ورخې د کتنې کوم تصویرونه خپاره شوي، په کې په کابل کې د امریکا د سفیر جان باس او په کابل کې د ناټو د ځواکونو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د قومندان جنرال سکاډ میلر تصویرونه نه لیدل کیږي.

دغو دواړو چارواکو د نورو افغان مشرانو او د ښاغلي خلیلزاد ترمنځ په کتنو کې حضور درلود.

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان دا ګڼي، چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي په قضیه کې د جنرال عبدالرشید دوستم د ساتوونکو د ښکیلتیا له امله تر اوسه هم نړیوالې ټولنې هغه سره په اړیکو کې د بشري حقونو د مسلو له امله خپله فاصله ساتلې ده.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر ساٍپی وایي "په ترکیه کې یې د فډریشن لپاره د څو نورو افغان شخصیتونو سره هم لاس یو کړ او بیرته له راستنیدو وروسته یې هم د جمهور رئیس په هکله په ځیتو غونډو کې څرګندونې هم کړي دي".

جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر د مطبوعاتو سلاکار ګل نور بهمن تیره اونۍ امریکا غږ سره په مرکه کې د افغانستان په جمهوري ریاست باندې د ښاغلي دوستم د واک تور لګولی وو او ویلي وو، چې ښاغلی دوستم حتی د کابینې غونډو ته هم نه دعوت کیږي.

خو ارګ دا تورونه ردوي او وايي، جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال په څیر د قانوني واک څخه برخمن دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خلیلزاد سیمې ته په خپل وروستي سفر کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي وو، چې د خبرو لپاره خپل صلاحیت لرونکي استازي معرفي کړي، چې دواړو غاړو په دې برخه کې اقدامات ترسره کړي، چې دې یې هڅولی دی.