د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د جولای میاشتې پر اومه او تمه د قطر او جرمني په کوربتوب «بین الافغاني» مذاکرات تر سره کېږي.
ښاغلي خلیلزاد د یادو «بین الافغاني» خبرو د کوربتوب په اړه له جرمني او قطر څخه مننه کړې ده.
خلیلزاد د سې شنبې په ورځ د «جولای پر ۲مه»پر خپل ټوېټر لیکلي:"زه غواړم د جولای پر اومه او تمه د «بین الافغاني» خبرو د کوربتوب په اړه له جرمني او قطر څخه مننه وکړم، دغه خبرې د سولې د چوکاټ لپاره چې څلور اړخونه لري، ډېر مهم دی او د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره مهم ګام دی."
I want to thank #Germany & #Qatar for agreeing to host the upcoming July 7-8 intra-Afghan Dialogue Conference. This dialogue is an essential element of the four-part peace framework & an important step in advancing the #AfghanPeaceProcess.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 1, 2019
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه په یوه بل ټویټ کې هم ویلي چې د تېرو ۴۰ کلونو له غمیزې نه باید دا پند واخیستل شي چې سیاسي اختلاف په زور نه بلکې د خبرو له لارې حل کېدلی شي.
پر همدې مهال د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه مذاکرات د جولای پر اومه او تمه په قطر کې تر سره کېږي.
یاده اعلامیه چې په کابل کې د جرمني د سفیر پر ټويټر هم خپره شوې پکې راغلي:" یاده غونډه چې جرمني او قطر یې په ګډه کوربتوب کوي، ګډون به پکې شخصي او انفرادي وي".
کانفرانس گفتگوهای بین الافغانی توسط #آلمان و #قطر به تاریخ ۷ و ۸ جولای در دوحه برگزار میگردد. بیانیه کامل نماینده ویژه آلمان به 🇦🇫و🇵🇰 @PotzelMarkus در مورد گفتگو های آینده : pic.twitter.com/ZhfzqZ6A2H
— Peter Prügel (@GermanAmbAFG) July 2, 2019
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم روانه اونۍ د جرمني په همکارۍ د یادو «بین الافغاني» مذاکراتو د تر سره کېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي تېره ورځ وویل، چې جرمني صلاح الدین رباني ته د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو پیلېدو ډاډ ورکړی دی.
خو طالبانو بیا تېره ورځ وویل چې، له افغان لورو سره به د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان وروسته مذاکرات پیل شي، خو زیاتوي چې له کابل سره د حکومت په صفت خبرې نه کوي.
پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست د قطر او جرمني په کوربتوب د بین الافغاني خبرو د پیلېدو هرکلی کوي او وايي، هغه څه چې د افغان حکومت لپاره مهم دي هغه په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي ختمېدل دي.
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه وویل:" د حکومت او د افغانستان د ملت په توګه له خپلو متحدینو څخه دا هیله او تمه لرو، وسله وال چې کوم دریځ لري هغه کې تغیر نه راولي، هغوی باید وهڅوي، ځکه بله لار وجود نه لري."
د افغانستان جمهوري ریاست تمه ښودلې چې دغه ناسته د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه اوم پړاو مذاکرات روان دي.
دغه خبرې چې د تېرې «جون میاشتې پر ۲۹مه» پیل شوي تر دا مهاله یې جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي.
د بین الافغاني خبرو تر سره کېدو نېټه پر داسې مهال مشخصه کېږي چې طالبانو تېره ورځ په کابل کې مرګونی ډله ییز برید او موټر چاودنه تر سره کړه چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.