خلیلزاد: امنیتي ‌او دفاعي ځواکونه د افغانستان ملي حیاتي سرمایه ده

زلمي خلیلزاد په کابل کې د افغانستان د چارواکو او سیاسي اشخاصو سره کتلي دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي نړۍ له نظامي لارې څخه واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو د هڅو په ضد اجماع لري.

په افغانستان کې د امریکا سفارت د دوشنبې په ورځ مۍ درېیمه (غوايي ۱۳) له یو شمېر افغان چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد له ملاقات وروسته اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې په دغو ملاقاتونو کې په سوله ییز ډول د افغانستان د ستونزو په حل ټېنګار شوی دی.

په اعلامیې کې راغلي دي:«هغه (خلیلزاد) تاکید کړی چې له نظامي لارې څخه واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو د هرې هڅې په ضد سیمه ییزه او بین المللي اجماع موجوده ده.»


زلمي خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې د عالي شورا له مشر عبدلله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسي اشخاصو سره لیدلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان جمهوري ریاست په خپل فیسبوک کې په اعلامیې کې له ښاغلي خلیلزاد سره د ولسمشر غني د ملاقات خبر خپور کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي دي: «جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ. جمهوررئیس زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.»

داسې اندېښنې شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو ورسته شاید طالبان هڅه وکړي چې له پوځي لارې څخه ځانونه واک ته ورسوي.

خو افغان چارواکي تاکید کوي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع توان لري او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان د طالبانو لاس ته نه لویږي.