د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مې۶ (غوايي ۱۷مه) قطر، هند او پاکستان ته د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي سفر د پیل خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي: "سفیر خلیلزاد به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره وویني او هغوی به د امریکا او د طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې په بشپړ ډول پلي کیدو ته وهڅوي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي، چې سفیر خلیلزاد د سه شنبې په ورځ مې ۵ ( غوايي۱۶) له امریکا څخه سیمې هیوادونو ته سفر پیل کړی دی.
همداشان د دغې اعلامیې له مخې سفیر خلیلزاد به په نوي ډهلي کې د هندي چارواکو سره په افغانستان او سیمه کې د تل پاتې سولې په ټینګیدو کې د هند د رول په اړه خبرې وکړي.
د دغې اعلامیې له مخې ښاغلی خلیلزاد به له هند وروسته پاکستان لاړ شي او په اسلام اباد کې به د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه وغږیږي.
دا اعلامیه وايي: "هغه به په دغو دریو هیوادونو کې د تم کیدو پرمهال په تاوتریخوالي کې په عاجل ډول د کمیدو، د بین الافغاني خبرو د پیل د مهال ویش چټکول او په افغانستان کې د کرونا د ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره د ټولو غاړو ترمنځ د همکاري غوښتنه وکړي".
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د دغې ډلې د سیاسي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي د قطر د بهرنیو چارو د وزارت د استازي په حضور کې د سفیر خلیلزاد سره تیره ورځ کتلي دي.
سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، چې په دې خبرو کې د بندیانو د خلاصون، بین الافغاني خبرو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوګړې په بشپړ ډول د پلي کیدو په لارو چارو خبرې شوي دي.
(1/2)د ا. ا. امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادرآخند او ورسره ټیم یې د ډاکتر خلیلزاد او د هغه مل ټیم سره پداسې حال کې وکتل چې دقطر هیواد د خارجه وزیر خاص استازي ډاکتر مطلق القحطاني هم حضور درلود. پدې غونډه کې د بندیانو په چټک خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) May 7, 2020
ښاغلی خلیلزاد سیمې ته دا سفر په داسې حال کې پیل کړی، د یوې خوا په افغانستان کې د کرونا د وبا د خپریدو او د دغې وبا څخه د یو ناورین د پیښیدو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي او د بلې خوا په وروستیو اونیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو له امله تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.
تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې ښاغلي خلیلزاد به کابل ته هم سفر وکړي او که نه. دمخه هغه څو ځلې پر نااعلان شوي سفر له دغه هیواد څخه لیدنه کړې او د افغان حکومت له مشرانو سره یې د سولې په بهیر خبرې کړي دي.