خلیلزاد او میلر له باجوه سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي

دغه لیدنه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې شوې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ میلر د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ پرون دوشنبه مارچ اتمه (کب ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه لیدنه په راولپندۍ کې د پاکستان پوځ په مرکزي قرارګاه کې تر سره شوې ده.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي: "په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو مسائلو، سیمه ییز امنیت او د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه خبرې وشوې، دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر کې د پاکستان رول وستایه."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې خلیلزاد تیره ورځ په پاکستان کې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد دافغان سولې بهیر کې د پاکستان له مرستې مننه کړې او په دې برخه کې د لا همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاکستان ته تر سفر مخکې زلمي خلیلزاد کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته په دوحه کې له طالب استازو سره هم وکتل.

خلیلزاد کابل ته د سفر په ترڅ کې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن لیک هم وسپاره چې واشنګټن له ملګرو ملتونو څخه غواړي د افغان سولې بهیر په اړه د یوه واحد دریځ وړاندې کولو لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د ځانګړو استازو په ګډون یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تر لیک یوه ورځ وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې دغه لیک به د سولې په تړاو د افغان حکومت دریځ‌بدل نکړي.

امرالله صالح پرون دوشنبه د مارشال محمدقسیم فهیم په اوم تلین کې وویل امریکایان او لویدیځ هیوادونه د دې حق لري چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي او له طالبانو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته په یو استول شوي لیک کې ګواښ کړی و که د سولې د بهیر د چټکتیا لپاره وړاندیزونه ژر ونه ارزول شي ښايي په یوازې سر د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.