خلیلزاد: له ټاکنو مخکې غوره ده چې طالبانو سره سوله وشي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي په اوسنیو شرایطو کې غوره ده چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو څخه مخکې له طالبانو سره سوله وشي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې باید په تمه شي چې دې مسلې ته رسیدل امکان لري که نه، خو ټینګار یې کړی چې په دې هکله هر راز پریکړه له طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو په پرمختګ پورې تړلې ده.

خلیلزاد له پي بي ایس ټلویزیون سره په خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: " په اوس وخت کې غوره ده چې لومړی له طالبانو سره یوه هوکړه وشي او وروسته ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، ځکه له هغې وروسته په ټاکنو کې د طالبانو د ګډون امکان او په هر هغه څه چې افغانان سلا وي هغې ته ورسیږي".

خلیلزاد وړاندې زیاته کړې: " که هیڅ هوکړه او پرمختګ ونه شي، روښانه ده چې د ولسمشریزو ټاکنو وخت به اعلان شي او ټاکنې به د اپریل په میاشت کې ترسره شي".

د افغانستان د سولې په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په داسې وخت کې له طالبانو سره د خبرو په هکله تازه څرګندونې کړي، چې طالبانو ویلي چمتو دي یوازې له امریکا سره خبرې وکړي.

دا مطلب هم ولولئ ملگري ملتونه: په افغانستان کې سولې ته هیله مندي ډیره ده

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو په هکله د پوښتنې په ځواب کې ښاغلي خلیلزاد وویل: " که افغانان په خپلو کې هوکړه وکړي په دې معنی چې طالبان او نور دا وغواړي دا واقعاً هغه پریکړه ده چې په خپله افغانان یې باید وکړي".

د امریکايي پوځيانو شتون

زلمي خلیلزاد یوه ورځ وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جنیوا کې د سولې مذاکراتو لپاره د حکومت له خوا ۱۲ کسیز پلاوی اعلان کړ.

تراوسه معلومه نه ده چې دا پلاوی چې مشري يې د ولسمشر غني د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي کوي، څه پلان په پام کې لري، خو له دغه اعلان څخه څو ساعته وروسته طالبانو له افغان حکومت سره د هر راز خبرو کول ناشونې بللي او ټینګار یې کړی چې د هغوی د خبرو طرف امریکا ده.

طالبان د سولې په برخه کې د خبرو اصلي شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یاد کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا سفیر پي بي ایس ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي که امریکا ډاډه شي چې افغانستان د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي او د امریکا کورني امنیت ته ګواښ نه پیښوي نو اړتیا نه شته چې امریکا په افغانستان کې پوځي شتون ولري.