خلیلزاد پر کابل پوهنتون برید د سولې د مخالفینو کار بللی

خلیلزاد ویلي د «وحشانه» برید عاملین غواړي افغانستان له فقر او بې ثباتۍ سره مخا مخ کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون پروني برید غندلی او هغه یې د سولې د مخالفینو کار بللی دی.

ښاغلي خلیلزاد نن سې شنبه نومبر دریمه (لړم ۱۳) ویلي چې ددې برید عاملین د دا ډول بریدونو په تر سره کولو سره په افغانستان کې د تلپاتې جګړې په لټه کې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې پر کابل پوهنتون د «وحشانه» برید عاملین غواړي افغانستان له فقر او بې ثباتۍ سره مخا مخ کړي.

ښاغلي خلیلزاد د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره د سولې لپاره پر متحد کېدو، اوربند ټینګېدو او سیاسي جوړجاړي ته پر رسېدو ټینګار کړی دی.

نوموړي یاد برید د افغان حکومت او طالبانو د مشترک دښمن کار بللی او پر وړاندې د متحد کېدو غوښتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد نن سې شنبه نومبردریمه (لړم ۱۳) پر خپل ټویټر لیکلي: "دا وحشي برید د دولت او طالبانو لپاره یو فرصت ندی چې د یو بل په وړاندې نمرې واخلي. دلته ګډ دښمن دی."

وسله والو طالبانو پر کابل پوهنتون برید کې خپل لاس لرل رد کړي او داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو د مسؤلیت اخیستلو ادعا کړې ده.

پرون دوشنبه نومبر ۲مه پر کابل پوهنتون په وسله وال برید کې د افغان چارواکو په وینا ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول چې اکثره قربانیان محصلین او د پوهنتون استادان دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه یاد برید وغندی او له تر سره کوونکو څخه د غچ اخیستلو ژمنه وکړه.

هغه وویل: "د افغانستان وحشي دښمن ته وایم چې بې غچه نه پاتې کیږئ، زموږ د دغو معصومو شهېدانو او اولادونو د سپېڅلیو وینو غچ به خامخا او په څو چنده درنه واخیستل شي. زموږ مېړني ځواکونه مو هر ځای لټوي او له منځه وړي."

نن سې شنبه د یاد برید په ویر په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلان شوی او ملي بیرغ نیمه ځوړند دی.