خلیلزاد په اماراتو کې له طالبانو سره خبرې ګټورې بللي

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سولې په تړاو خپلې خبرې ډېر ګټورې بللي.

ښاغلي‌ خلیلزاد ویلې دي چې د افغانانو او نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین الافغاني دایلوګ د هڅونې لپاره دا خبرې ډېرې جوړونکې وې.

ښاغلي‌ خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي:" چې د متحده عربي اماراتو له تعهد او کوربتوب څخه د دغه هېواد د موسس د مراث په توګه مننه کوي، او دا ځکه چې د زور زیاتي کال مخ په پای ته رسېدو دی او د زغم او صبر کال په رابره کېدو دی."

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس هم په ابوظبۍ کې د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو او د درې واړو هېوادونو د استازو ترمنځ مثبتې او د ټولو د ټولو ښکېلو خواو لپاره ګټورې بللي.

دغه اژانس همدارنګه په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه د یوې بلې ورته غونډې جوړېدو خبر هم ورکړی، خو دایې نه دي ویلي چې دغه غونډه به کله جوړېږي.

دغه ژانس همدارنګه ویلي چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له ولسمشر غني او همدارنګه د امریکا، پاکستان او طالبانو څخه مننه وکړه چې په خپل ګډون سره یې د دغه کنفرانس بریالیتوب یقني کړ.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په ابوظبۍ کې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته نن چهارشنبې پاکستان ته تللی.

د پاکستان د پوځ ویاند اصیف غفور پر خپل ټوېټر ویلي چې "ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنه کې د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې کړي، خلیلزاد افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلي او د پاکستان د پوځ مشر وویل چې، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده او په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره به همکاري وکړي"

ښاغلي خلیلزاد هم نن چهارشنبې پر خپل ټوېټر لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د اوبوظبۍ د غونډې معلومات شریک کړل او نن شپه به په کابل کې له افغان مشرانو سره هم وګوري.

په ابوظبۍ کې د امریکا، طالبانو سعودي، پاکستان او اماراتو د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه د مخامخ خبرو دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسېدل.

وسله والو طالبانو هم نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ابوظبۍ کې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو، ملکي‌ تلفاتو او بندیانو سره د چلند او خلاصون په اړه خبرې شوي دي.

طالبانو همدارنګه زیاته کړې چې په غه غونډه کې د اوربند، موقت حکومت، انتخاباتو او افغان حکومت سره د مذاکراتو په اړه خبرې نه دي شوي.