خلیلزاد: ګواښونو سره سره سولې هڅې هیله بخښوونکي پړاو ته رسیدلي

افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ګواښونو سره سره په افغانستان کې د څلویښت کلنې جګړې پای ته رسیدلو لپاره هڅې هیله بخښوونکي پړاو ته رسیدلي دي.

سفیر خلیلزاد سه شنبه اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) د ورځې ناوخته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې په مناسبت د خپل ټویټر په پاڼه په خپور شوي پیغام کې ویلي، چې افغانان د سولې تږي دي او باید ژر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پیل شي.

سفیر خلیلزاد د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره یو تاریخي ګام بللی او پر ټولو افغان مشرانو یې غږ کړی، چې " د خپل هیواد ګټې له هرڅه څخه مهمې وګڼي او د تیرو تیروتنو څخه په عبرت سره یو سیاسي حل ته سره ورسیږي".

زلمي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو تر مهاله د افغانانو په خوا کې ودریږي.

زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په اړه دا نوې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغان حکومت د استازو او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د بندیانو د خوشې کیدو په سر د نوي جنجال د پورته کیدو وروسته یو ځل بیا ځنډیدلي دي.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د څلور سوو طالب بندیانو د خوشې کیدو د فرمان د لاسلیک وروسته فرانسې او استرالیا د دغو څلور سوو بندیانو له ډلې د څو تنو د خوشې کیدو سره مخالفت ښودلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي خبریالانو سره د خبرو پر مهال دا منلې، چې یو شمیر هیوادو د "شپږ او یا اوو" طالب بندیانو د خوشې سره مخالفت ښودلې او په دې اړه یې خپلې اندیښنې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سره شریکې کړي دي.

خو صدیقي ویلي، چې افغان حکومت دغې ستونزې ته د حل د موندلو لټه کوي.

افغان حکومت د طالبانو د بندیانو د پنځه زره کسیز لیست د پاتې څلور سوو بندیانو له ډلې ۸۸ تنه خوشې کړي دي دي.

خو طالبانو ویلي، چې تر هغې، چې د دغې ډلې ټول پنځه زره بندیان خوشې نه شي افغان حکومت سره به مخامخ خبروته حاضر نشي.