په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو اتم پړاو کې ښه پرمختګ شوی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د مذاکراتو د دریمې ورځې په پای کې نن (اګست ۵) په دوحه کې خبریالانو ته وویل چې اوس هند ته ځي، خو د دواړو لورو کاري ټیمونه به مذاکراتو ته دوام ورکړي.
ښاغلی خلیلزاد وايي څو ساعته وروسته نوي ډهلي ته ځي او د هند سفر یې د مخه پلان شوی و، او زیاتوي چې هند ته یې د سفر هدف د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د پراخ نړیوال ملاتړ راجلبول دي.
ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي دي په کابل کي د تېرې اونۍ د فوق العاده پرمختګ برسېره، ما تیرې څو ورځې په دوحه کې تیرې کړې، اوس مې طاالبانو سره پر هغو پاتې موضوګانو تمرکز وکړ چې ښايي هغوی سره بالقوه معامله بشپړه کړي او موږ ته د شرایطو پر بنسټ د ځواکونو د ایستلو اجازه راکړي، موږ فوق العاده پرمختګ وکړ.
My team & Taliban representatives will continue to discuss technical details as well as steps and mechanisms required for a succesful implementation of the four-part agreement we%27ve been working toward since my appointment. Agreement on these details is essential.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 5, 2019
ښاغلی خلیلزاد همدان شان لیکلي دي: په عین وخت کې زما ټیم او د طالبانو استازي د تکنیکي جزییاتو په اړه خپلو بحثونو ته دوام ورکوي او هغوی به د ضروري ګامونو او میکانیزم په اړه هم بحثونه وکړي چې د څلور ماده ایزې موافقې د عملي کولو لپاره حتمي دي.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا په جزیاتو باندې موافقه حیاتي اهمیت لري.
په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ایوب خاورین وايي چې د دواړو اړخونو له استازو سره د خبرو داسې معلومیږي چې د سولې د موافقې د لاس لیک مشخصه نیټه لا معلومه نه ده.