خلیلزاد قطر کې د افغان حکومت او طالبانو له مذاکراتي ډلو سره لیدلي

زلمي خلیلزاد په قطر کې د یادو لیدونو په اړه تبصره نه ده کړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له مذاکراتي استازو سره کتلي دي.

دا په استانبول کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس تر ځنډېدو وروسته لومړی ځل دی چې ښاغلی خلیلزاد قطر کې له یادو مذاکراتي ډلو سره ګوري.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ډلې نن جمعه اپرېل ۳۰ (غويي ۱۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې بهیر اړوند وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد په دغه لیدنه کې د افغان سولې بهیر د ګړندي کولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د اقداماتو ډاډ ورکړی او زیاته کړې ده چې امریکا به د افغانستان او افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې دواړو لورو د افغانستان اوسنی وضعیت ارزولی او د افغان سولې اوسني بهیر په اړه یې خبرې کړي دي.

خپله زلمي خلیلزاد په قطر کې د یادو لیدونو په اړه تبصره نه ده کړې.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له مذاکراتي استازو سره ګوري چې د یادو مذاکراتو له پرانیستلو بیا تر دا مهاله پکې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی او د افغان سولې په اړه د استانبول ناسته چې ټاکل شوې وه د روانې میاشتې پر ۲۴مه پيل شوې وای هم ځنډېدلې ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دوې ورځې مخکې کانګرس ته پخپلې لومړنۍ وینا کې وویل چې په افغانستان کې جګړه باید پای ته ورسیږي او امریکا يي ځواکونه له دغه هیواد څخه ووزي.

د جو بایډن د پرېکړې له مخې ټاکل شوې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د مۍ پر اوله پیل او د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړه شي.