خلیلزاد بین الافغاني خبرو کې دواړو لورو سره د مرستې لپاره قطر ته ځي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بین الافغاني مذاکراتو کې تر وروستي پرمختګ وروسته له دواړو لورو سره د مرستې په هدف قطر ته ځي.

هغه ویلي چې د یوې سیاسي نقشې،تلپاتې او هر اخیز اوربند لپاره د چټګ پرمختګ رامنځته کولو برخه کې به مرسته وکړي.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه زیاته کړې چې لومړی د افغان سولې بهیر څخه د سیمې د ملاتړ جلبولو لپاره ترکیې ته ځي او تر هغه وروسته به دوحې ته ولاړ شي.

نوموړي تېره شپه ډسمبردریمه(لېندۍ۱۳) په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي:" له هغه ځای نه به د دوحې په لور روان شم چې وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارو په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولې شو چې مرسته وکړو تر څو د یوې سیاسې نقشې او تلپاتي او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي."

ښاغلی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې بهیر سره د مرستې په هدف سیمې ته سفر پيل کړی چې د تیرې چهارشنبې په ورځ په په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د مذاکراتو د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړل شو.

تیره ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت مرکچي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري وویل چې د سولې د خبرو د مقدمې او کړنلارې له جوړېدو وروسته ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د دغو مذاکراتو د اجنډا د جوړولو پر سر کار پیل شي.

هغه ویلي و: "تصمیم ونیول شو چې د دواړو خواو له طرفه یوه ګډه کاري کمېټه خپل کار د شنبې په ورځ پیلوي چې د اجنډا پر جزئیاتو او عناوینو باندې بحث وکړي او یوه مسوده ترتیب کړي".

نادري زیاته کړه چې د اوربند ټینګېدل د افغانستان د خلکو او حکومت اساسي غوښتنه ده او په دې اړه به د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی د طالبانو له پلاوي سره بحث وکړي.