خلیلزاد: مذاکراتو کې پرمختگ شوی خو دغه بهیر دې گړندی شي

د افغانستان د سولې لپاره امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې په قطر کې د طالبانو سره د خبرو پړاو بشپړ شویدی

زلمي خلیزاد د قطر د مذاکراتو په اړه په خپلو ټویټونو کې ولیکل چې د افغانستان د سولې لپاره د چوکاټ ټاکلو په اړه د خبرو پړاو بشپړ شویدی خو وایي چې باید دغه بهیر چټک شي.

ښاغلي خلیلزاد پدغه لړ کې راپیښو چیلنجونو ته په اشاره وویل:

"مونږ په قط‏ر کې خبرې سر ته ورسولی. مونږ په افغانسان کې د جگړې د ختمولو لپاره د چوکاټ د ټاکلو پر وړاندې ورو خو سم پرمختگ کړیدی. اوس به مونږ د دغې د عملې کولو لپاره په مهمو ټکو کار کوو. اصل مشکل هم په دغه تفصیل کی دی."

زلمی خلیلزاد په یو بل ټویټ کې ولیکل چې پداسې وخت کې چې جګړه زیاتیږي او بې ګناه خلک وژل کیږي، نو د خبرو اوسنی بهیر پوره نه دی. هغه ولیکل

"چې جگړه زیاتیږي او بیگناه خلک وژل کیږي نو د خبرو دا اوسنی بهیر پوره نه دی. مونږ گړندي او چټک پرمختگ ته اړ یو. او زمونږ اوس هم په هغه وړاندیز ولاړ یو چې ټولې خواوې دې په تشدد کې کمښت راولي."

د یادونې وړ ده چې طالبانو هم په قطر کې د امریکایي استازو سره د مذاکراتو د شپږم پړاو د ختمیدو په اړه اعلامیه خپره کړې وه. هغوي لیکلې چې مذاکرات ختم شول او یو لړ پرمختګونه پکې شوي دي.

د طالبانو اعلامیه دا هم وایي چې په دغو مذاکراتو کې د تېر ځل مذاکراتو په ترتیب شوي مسودې بحثونه وشول. اعلامیه کې لیکل شوي "په ځينو برخو کې پرمختګ وشو او ځينې برخې يې لا پاتې دي.