خلیلزاد د تاوتریخوالي کمیدو ځواب اخیستلو لپاره طالبانو سره ویني

سفیر خلیلزاد تیره میاشت په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د خبرو پرمهال له هغوی د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه وکړه.

کابل کې د امریکا د سفارت یو چارواکی وايي، چې ټاکل شوې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د تاوتریخوالي د کمیدو په اړه د ځواب ترلاسه کولو لپاره په دوه درې ورځو کې خبرو ته کښیني.

خو د امریکا د سفارت دغه چارواکی وايي، چې تر هغې، چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمیدو سره موافقه ونکړي، د امریکا او طالبانو ترمنځ به د خبرو پرې شوې لړۍ بیرته پیل نشي.

امریکايي چارواکي وویل " که طالبان امریکا سره د خبرو بیا پیلدل غواړي، نو هغوی باید د تاوتریخوالي کمیدو سره موافقه وکړي".

دغه امریکايي دپلومات، چې ويې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، چې طالبانو په پاکستان کې د خپلو مشرانو سره د امریکا د دې غوښتنې په سر سلامشورې کړي او اوس سفیر خلیلزاد غواړي، چې له هغوی څخه د خپلې غوښتنې په اړه ځواب ترلاسه کړي.

سفیر خلیلزاد د تیر ډسمبر په میاشت په دوحه کې د طالبانو له استازو سره په کتنه کې له هغوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې وه.

د ښاغلي خلیلزاد د دغې غوښتنې وروسته په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوي پر دغه موضوع د سلامشورو لپاره پاکستان سفر وکړ.

دغه امریکايي دپلومات، وویل، چې د سفیر خلیلزاد کتنه د طالبانو سره د خبرو د بیرته پیلیدو په معنی نه ده، بلکې د دغه دپلومات پر وینا تر هغې پورې، چې طالبان د تاوتریخوالي د کمیدو سره موافقه ونکړي امریکا به ورسره بیا خبرې پیل نکړي.

طالبانو هم دا منلې، چې امریکا د دغې ډلې څخه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې او د دغې ډلې استازو په دې اړه د خپلو مشرانو سره سلامشورې کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اړه لا پریکړه نه ده شوې، خو هغه د اوربند ټینګیدل رد کړي دي.

په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکی هم وايي، چې امریکا له طالبانو څخه د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده.

دغه امریکايي چارواکی وايي، امریکا له طالبانو څخه د بین الافغاني خبرو د پیل پر مهال د اوربند غوښتنه هم کړې ده.

افغان حکومت د طالبانو سره د خبرو لپاره د اوربند ټینګیدلو یو شرط په توګه ګڼي او وايي، چې د اوربند پرته دغې ډلې سره خبرې نشي ترسره کیدلی.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند لطیف محمود امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل، چې افغان حکومت د خبرو د پیل لپاره لا هم د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په کمیدو، اوربند، د افغانستان بهر پناه ځایونو او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه وضاحت باندې ټینګار کوي.

ښاغلي محمود وویل " دا د هغو مهمو مسالو له ډلې څخه دي، چې مونږ سولې ته رسولی شي".

د رسنیو د رپوټونو له مخې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوي د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ په پاکستان کې د خپلو مشرانو سره د سفیر زلمي خلیلزاد د غوښتنې په اړه د سلامشورو وروسته اوړمه ورځ بیرته دوحه ته ستون شوی دی.