کهر: پاکستان کې تروریستي بریدونو کې د 'افغانانو' د لاس لرلو په اړه طالبانو ته اسناد سپارل شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار وزیره حنا رباني کهر وايي، د طالبانو حکومت ته یې داسې اسناد او شواهد سپارلي، چې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د افغان اتباعو لاس لرل په ګوته کوي.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) د "آج نیوز" تلویزیون ته وویل چې افغان اتباع باید له ویزې پرته دغه هېواد ته داخل نه شي، ځکه د دې په وینا، دا ډول کسان په ترهګریزو پېښو کې لاس لري.

مېرمن کهر وويل: "داسې شواهد چې افغانان په تروريزم کې لاس لري، افغان حکومت [طالبانو] ته سپارل شوي دي. يو افغان وګړى پاکستان ته په صحي ويزه راغلى او معلومه شوې چې هغه په تروريزم کې لاس درلود."

د یکشنبې په ورځ د پاکستان په باجوړ ښار کې په یو ځانمرګي برید کې د ۵۴ کسانو له وژل کیدو او ۲۰۰ نورو له زخمي کېدو وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تور پورې کړ چې 'افغان اتباع' په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

ښاغلي شریف د باجوړ د ځانمرګي برید له قربانیانو سره د لیدلو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان خاورې ته د سخت دریځو د ورتګ د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم وکړي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ګواښ کړی چې که د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کیدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان بیا دا اختیار لري چې په ترهګرو پسې افغانستان ته ننوځي.

دا مطلب هم ولولئ پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو ګواښ کړی؛ طالبانو او عمران خان غبرګون ښودلی

د طالبانو حکومت د پاکستاني مقاماتو وروستۍ ادعاوې بې اساسه بللي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس (ټویټر) کې په خپور کړي یو بیان کې ویلي: "اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. که کومه اندېښنه وي، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره دې مخامخ شریکه شي، نه دا چې په رسنیو کې بې بنسټه ادعاوې وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي. ښکاره ده چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه نه دي."

د پاکستاني مقاماتو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ وروستۍ لفظي ترینګلتیاوې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو زور اخیستی او په ترڅ کې یې د سلګونو امنیتي کسانو ترڅنګ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.