د خرسون ښار بیرته د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورغی

د سیمې خلکو اوکرایني ځواکونو ته هرکلی ووایه.

وروسته تر هغه چې روسي ځواکونه په چټکۍ د خرسون ښار څخه ووتل، د دې ښار کنټرول بیرته د اوکرایني ځواکونو په لاس ورغی.

یو شمیر کلیوال چې پدې ښار د روسي ځواکونو د یرغل له کبله پټ شوي و، اوکرایني ځواکونو ته یې هرکلی ووایه. کلیوالو همدارنګه ویلي چې روسي ځواکونو عام خلک وژلي او کورونه یې لوټ کړیدي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي چې ښار په بشپړه توګه د اوکرایني ځواکونو لاسته ورغلی.

همدرانګه یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې اوکرایني ځواکونه د خرسون په ښار دې او پداسې حال کې د سیمې د اوسیدونکو سره خوښي لمانځي چې د هیواد ملی بیرغونه یې په لاسونو کې دي.

پداسې حال کې چې روسیې جمعه نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) ویلي چې هیڅ یو سرتیری یا نظامي وسایل یې پدې ښار کې ندي پاتې خو په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانو کې یو روسي عسکر ویلي چې ده او ملګرو ته یې په چټکۍ ویل شوي و چې د سیمې څخه د وتلو پر وخت ملکي جامې واغوندي تر څو خلک یې ونه پیژني.

په ځینو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې یو شمیر روسي عسکر ددې ښار څخه د وتلو پر مهال د دینروپو په سیند کې ډوب شوي خو د شمیر په هکله یې څه ندي ویل شوي.

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو ریاست پدې ښار کې پاتې شویو روسي سرتیرو ته خبرداری ورکړی چې د وژل کیدو څخه د بچ کیدو لپاره یې یوازینۍ لار په سمدستي توګه تسلیمیدل دي.

که له یوې خوا روسیې د اوکراین د خرسون څخه د خپلو سرتیرو د وتلو اعلان کړی او د دې کار دلیل یې هم ندی روښانه کړی ها خوا د اوکراین جمهور رئیس تیره ورځ په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د روسي ځواکونو څخه یې د هیواد په جنوب کې څه باندې ۴۰ ښارګوټي بیرته نیولي دي.

د خرسون ښار د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نیټې څخه څو ورځې وروسته چې روسیې په اوکراین یرغل وکړ، د روسي ځواکونو لاسته ورغی خو د چارشنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې د سیند د لویدیځې غاړې څخه د وتلو "سخته" پریکړه یې کړې چې خرسون هم پکې راځي.