پوليس: په خوست کې د مخدراتو پرضد مبارزه دوام لري

Your browser doesn’t support HTML5

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

په داسې حال کې چې د مخدراتو پرضد د حکومت مبارزه دوام لري، د خوست پوليس وايي، چې په تېر ۱۳۹۷ لمريز کال په دې برخه کې بريالي وو او تر ډېره بريده يې د مخدراتو د کاروبار مخه نيولې ده.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی وايي، چې تېر کال يې ۱۶۶ کيلوګرامه چرس، څو کيلو ګرامه ترياک او د ښېښې کرېسټال، يوه اندازه هېروئين او ځينو نور له ۱۳۴ کسانو سره نيولي وو.

هغه وويل: "د کشف وظيفه زموږ پرغاړه ده. اقامه، دعوه، تحقيق او حکم د څارنوال او قاضي پرغاړه دي. موږ د دوی دوسيې اړوندې څارنوالۍ ته لېږلې دي، دا چې عدلي مراجع څه ډول اقدام کوي هغه په دوی پورې ارتباط لري".

که څه هم د خوست په ځينو سيمو کې خلکو له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره مټې رانغښتې دي، خو د خوست امنيه قوماندان په دې برخه کې د لا نورو لاسته راوړنو لپاره د خلکو پر همکارۍ ټينګار کوي.

هغه وويل: "ددې منفي پديدې پرضد دې مبارزه وکړي، په منبر او ناستو کې دې پوهاوی وکړي. د ښوونځيو ښوونکو نه مې دا غوښتنه ده چې په اوونۍ کې يو ځل د مخدره توکو د ضررونو په هکله خبرې وکړي، ترڅو سالم اولادونه او سالمه ټولنه ولرو".

په ورته وخت کې د خوست یو شمېر اوسېدونکي د پوليسو هڅې تر يوه بريده ستايي، خو کافي یې نه بولي. دوی له حکومته غواړي چې خپله مبارزه لا نوره ګړندۍ کړي.

هدايت الله حقمل٬ د خوست ښار اوسېدونکی وايي د امنيتي ځواکونو نه خوښ دي، خو "له دوی مو هيله دا ده چې دا مبارزه دوامداره وساتي او د نشه يي توکو بېخ او بنياد ورک کړي".

په خوست کې د کوکنارو کر نشته، خو له نورو ولايتونو څخه دې ولايت ته نشه يي توکي قاچاقيږي. دې وضعيت لسګونو زرو ځوانانو ته د اعتياد زمينه مساعده کړې ده.