د خوست خلک د پولیو ویروس له خطر څخه اندېښنه لري

روغتيايي کارکونکي وایي، په يوه ولايت کې د پوليو ويرس څرګندېدل، نه يوازې د همدې ولايت د ماشومانو روغتيا ته خطر دی، بلکې د ګاونډيو ولايتونو او حتی د ټول هېواد د ماشومانو روغتيا ګواښي.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل احمدشاه لکڼوال وايي، ټولو هغو سيمو ته چې خلک ورته تګ راتګ لري، د انسانانو په وسيله دغه ويروس انتقالېږي، خو د خپرېدو مخنيوی د ګوزڼ ضد واکسين بولي.

ده وویل"د واکسين په دوو څاڅکو سره کولای شو، ماشومان له دې مهلکې ناروغۍ نه وژغورو، کله چې ماشوم پر دې ناروغۍ مبتلا شي بيا تداوي نه لري، خو وقايه يې په واکسينو سره کېږي".

د خوست اوسېدونکي محمدزمان له خلکو غوښتنه لري، چې له دې ناروغۍ نه د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره هغوی ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي، ځکه دا يې د مخنيوي يواځنۍ لاره ده.

هغه وويل:"ګوزڼ ناروغۍ ماشوم معلولوي، له ځوانانو او ټولنې نه مو غوښتنه دا ده چې د پوليو واکسين لپاره په کليو بانډو کې کمپاين وکړي او خلک د ګوزڼ ضد واکسين ته وهڅوي او ماشومان يې وژغوري".

په همدې حال کې ديني عالم مولوی عبدالواسع سعيد، خلک په ځانګړي ډول مور او پلار هم مسوول ګڼي، چې د دغې دايمي معلولوونکې ناروغۍ په له منځه وړلو کې له صحي رضاراکارانو سره مرسته وکړي.

ده وویل:"کوم څه چې د ټولنې د ضرر باعث ګرځي او يا د ژوند د سمون لپاره خطر جوړېږي نو هر انسان مکلف دی چې د مخنيوي لپاره يې مقابله وکړي، نو د مور او پلار دا مسووليت دی چې راتلونکی نسل سالم وروزي او له هر ډول امراضو څخه يې په ساتلو کې کوښښ وکړي."

سږکال په افغانستان کې د پوليو۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، د روغتيا پالانو په وينا، ترهغه چې په هېواد کې د پوليو يوه مثبته پېښه هم مجوده وي، د واکسين له تطبيق پرته هيڅ ماشوم له دې ويروسي ناروغۍ خوندي نه دی.

په کال ۱۹۸۸ ميلادي کې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې د پوليو يا ګوزڼ ويرس موجود و، خو ماشومانو ته د واکسين په وسيله له افغانستان او پاکستان پرترته د نړۍ نور هېوادونو د پوليو له ويرس پاک اعلان شوي دي.