خوست کې شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان د پولیو له جدي خطر سره مخ دي

د سپېرې ولسوالۍ د پوړه په سيمه کې د تېرو پرلپسې کمپاينونو پرمهال شاوخوا ۱۶۵۰ ماشومان د دې معلولوونکې ناروغۍ ضد واکسين څخه د ناامنۍ او عقيدوي مسايلو پراساس محروم پاتې شوي.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمدالدين منګل په وينا په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري حاکم وضعيت، د صحي رضاکارانو د ورتګ په مخ کې خنډونه جوړ کړي دي.

د پوړه داسيمه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته غرنۍ سيمه ده، چې افغان حکومت پرې پوره حاکميت نه لري او زياتره اوسېدونکي يې پخواني راغلي وزيرستانيان دي.

ده وویل"مشکل په هغو چارواکو کې دی چې پر همدې سرحدي سيمه باندې حاکميت لري. موږ بيا هم قومي مشران هڅولي څو له هغوی سره تماس ونيسي. روغتيا د ټولو مشترکه ده. خدای ناخواسته که د دوی ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شي نو د ټولنې د اوږو بار به وي".

د ډاکټرګل محمدين منګل په وينا د تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال په وروستي کمپاين کې يې د خلکو په همکارۍ څلور سوه ماشومان واکسين هم کړل، خو د نورو لپاره وسله والو طالبانو اجازه ورنه کړه.

مدني فعال محمد انور زاهد د پوړه د سيمې له ولسي مشرانو غوښتنه لري، چې د خپلو ماشومانو راتلونکی په نظر کې ولري او هڅه دې وکړي چې په يو نه يو ډول هغوی ته د ګوزڼ ضد واکسين ورسوي.

هغه وویل" ګوزڼ د ماشومانو دايمي معلولوونکې ناروغي ده، که ماشومانو ته ددغې ناروغۍ ضد واکسين تطبيق نشي، ډېر احتمال شته، چې پردې ناروغۍ اخته شي. له ميندو او پلرونو مې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې دې ناغيړي نه کوي‟.

د پوليو ويروس تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د دايمي فلج لامل ګرځي، چې بيا هيڅکله تداوي نلري. ديني عالم عبدالقدوس د دغه ويروس په له منځه وړلو کې د خلکو همکاري مهمه بولي.

هغه وويل"هيچا نده ثابت کړې، چې په دې کې د اسلام له نظره خلاف مواد کارول شوي دي. دا د روغتيا مسئله ده، بايد ماشومانو ته ورکړل شي. په مجموع کې ټول ولس مسووليت لري، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل د فلج له ناروغۍ څخه خلاصون ومومي".

په کال ۱۹۸۸ ميلادي کې د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې د پوليو يا ګوزڼ ويرس موجود و، خو ماشومانو ته د واکسين په وسيله له پاکستان، افغانستان او نايجريا پرته نوره درسته نړۍ د پوليو له ويروس پاکه شوې.

د روغتيا پالانو ټينګار دا دی، چې په بشپړ ډول ددې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازمي ده، چې د هر کماپن پرمهال هيڅ ماشوم د پوليو له واکسين پاتې نشي.