خوست کې د دوو تبلیغي ډلو ترمنځ شخړه په څه روانه ده؟

خوست کې د دوو تبلیغي ډلو ترمنځ شخړه په څه ده؟

په مجموع کې د افغانستان تبليغان پر دوو ډلو وېشل شوي، يوه ډله يې په نوي ډهلي کې د نظام الدين له مرکز سره روابط لري او دويمه ډله بيا په پاکستان کې د ريونډ د مرکز د امير په مشرۍ تبليغ مخته وړي.

د نظام الدين د مرکز اړوند تبليغيان چې پلان لري، سبا پنجشنبه اجتماع جوړه کړي، نن يې د حکومت پرضد مظاهره وکړه او د خوست – کابل لويه لاره يې هم د لنډې مودې لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

دوی اعتراض لري، چې حکومت په دغه ولايت کې تبليغي مرکز د تېر يو کال راهيسې تړلی او د اجتماع جوړولو اجازه په کې نه ورکوي. دوی نيوکه لري، چې دغه مرکز يې د ريونډ د تبليغانو په خوښه تړلی دی.

يوه اعتراض کوونکي تبليغ سيد افتخار امريکاغږ ته په همدې هکله داسې وويل: ”پاکستاني غواړي چې خوست ولايت دې زما اطاعت وکړي. افغانستان يو مملکت نه دی، افغان دې پېښور ته زما مشورې لپاره راشي، ريونډ ته دې راشي. افغانستان زموږ ملک دی، پنځه زره کاله تاريخ لري. دين موږ پاکستان او هندوستان ته رسولی‟.

د افغان تبليغيانو ترمنځ اختلافات وروسته له هغه زيات شوي، چې يو کال مخکې د خوست په تبليغي مرکز کې په يوه وخت کې دوه ځايه په جماعت سره لمونځ ادا کړای شو. دې کار د دولت توجه هم ورجلب کړه.

په عين وخت کې د ريونډ د تبليغي مرکز يو غړی رئيس خان وايي، چې د تفرقې اچولو هڅه يې نه ده کړې، مګر موخه يې دا ده چې افغان تبليغيان له يوه واحد مرکز او امير نه ملاتړ او اطاعت وکړي.

د تبليغي مرکز د پرانستلو په اړه ديني عالمان يوې هوکړې ته هم رسيدلي وو، خو دواړو ډلو يې منلو ته غاړه نه ده ايښې.

که څه هم ظاهراً د افغان تبليغانو ترمنځ دغه رامنځته شوي اختلافات خپلمنځي برېښي، خو د څېړونکو په وينا داسې ښکاري چې د دواړو ډلو ترشا ځينې سياسي کړۍ لاس لري او خپل سياسي اهداف مخته وړي.

په ټوله کې دواړه ډلې پر حکومت نيوکه لري، چې د يوې او بلې ملاتړ کوي، خو حکومتي چارواکي بيا پر تبليغانو انتقاد لري چې د دوی او دغه راز د ديني عالمانو پرېکړو ته غوږ نه نيسي.

په ورته وخت کې د خوست د حج او اوقافو رئيس مولوي اظهارالدين اشنا راډيو ته وويل، چې د تبليغي مرکز د پرانستلو په اړه ديني عالمان يوې هوکړې ته هم رسيدلي وو، خو دواړو ډلو يې منلو ته غاړه نه ده ايښې.

په همدې حال کې د خوست د والي وياند طالب منګل اشنا راډيو ته وويل، پرېکړه داسې شوې وه، چې د ولسي جرګې تر انتخاباتو وروسته اجتماع جوړه شي، خو دا پرېکړه يې ماته او سبا اجتماع دايروي.

هغه زياته کړه چې د حج او اوقافو وزارت سره په تفاهم هڅه کوي چې د افغان تبليغيانو ترمنځ رامنځته شوي اختلاف وڅېړي او د هواري لپاره يې له مناسبو لارو چارو کار واخلي.