د خوست کې ځوانان فېسبوک د معلوماتو د ډیرولو او د اړیکو نیولو لپاره استعمالوي.

په خوست کې يو شمېر ځوانان له فېسبوک سره ډېره علاقه لري او غواړي، چې له دې لارې خپل معلومات او اړيکې پراخې کړي. په دې اړه ابراهيم رحيمي له خوست ولايت څخه رپوټ رالېږلی دی.

دوست محمد د خوست د کنډيو په يوه ښوونځي کې زده کوونکی دی، هغه په اوونۍ کې څو ځلې خوست ښار ته راځي او په انټرنېټ کلب کې په فېس بوک باندې کار کوي او غواړي، چې له دې لارې خپلې اړيکې پراخې کړي.

دوست محمد وايي، چې شاوخوا يو نيم کال مخکې يې په فېسبوک کې خپل اوکاونټ جوړ کړی او تر اوسه يې نږدې درې سوه کسان ملګري کړي دي، خو دا ټول کسان نه پېژني او يوازې يې په فېسبوک باندې له ځان سره يو ځای کړي دي.

هغه، د سهار په نهو بجو د ښار يوه انټرنېټ کلب ته راغی او سمدستي يوه کمپيوټر ته کښېناست او په فېسبوک کې يې خپل اکاونټ خلاص کړ.

نوموړی په دې اړه وايي: (( د فېسبوک د کارولو لپاره راغلی يم، غواړم په فېسبوک کې کار وکړم، یو نيم کال کېږي، چې په فېس بوک کې مې اکاونټ جوړ کړی دی، له دوه نيم سوو زيات ملګري لرم، د اړيکو په برخه کې ترې اخلم او له خپلو ملګرو سره پرې چټ کوم، که د ښه کار لپاره يې استعمالوې، نو بيا فېسبوک ښه شی دی، که چټيات پکې ليکې، نو بيا له درس څخه سړی وباسي)).

زمری يو بل تن ځوان دی، چې څه موده وړاندې له فېسبوک سره يو ځای شوی دی. نوموړی وايي، چې له خپل يوه ملګري څخه يې د فېس بوک په باره کې ډېر څه اوريدلي وو، خو کله يې، چې وليده، نو اکاونټ يې پکې جوړ کړ.

زمری وايي، چې اوس له فېس بوک سره ښه بلد شوی او بهرنيو هېوادونو کې له دې لارې له خپلو ملګرو او اشنايانو سره خبرې کوي او اړيکې ورسره نيسي.

هغه، چې فېس بوک يې خلاص کړی و او له يوه ملګري يې پرې چټ کاوه، داسې وويل: ((زما يو ملګری و او راته يې وويل، چې له ما سره نيټ کلب ته لاړشه، چې زه فېسبوک لرم، دوه درې ورځې ورسره راغلم، چې وروسته ته مې ځانته په فېسبوک کې اکاونټ جوړ کړ، اوس له ما سره څلور نيم سره ملګري شته، په بهرنيو هېوادونو کې، لکه جرمني او لندن کې له خپلو ملګرو او کليوالو سره چټ پرې کوم)).

روح الله اشنا بيا د خوست ولايت يو بل تنکی ځوان دی، چې تازه له فېسبوک سره اشنا شوی او اکاونټ يې پکې جوړ کړی. هغه د فېسبوک لپاره کوم انټرنېټ کلب ته نه ځي، خو په خپل موبايل کې له فېس بوک څخه کار اخلي.

روح الله اشنا وايي، چې له فېسبوک څخه يې د معلوماتو په غني کولو کې ډېره استفاده کړې او نور هم غواړي، چې له دې لارې خپل معلومات زيات کړي او دغه راز له خلکو سره پراخې اړيکې ولري.

((دوه مياشتې کېږي، چې په فېس بوک کې مې اکاونټ جوړ کړی دی، تر اوسه مې له فېس بوک څخه ډېره ګټه اخيستې ده او زيات معلومات مې تر لاسه کړي او نور خلک بايد له فېسبوک څخه ښه ګټه واخلي)).

د فېسبوک د کاروونکو د اندازې د معلومولو لپاره د ښار يوه انټرنېټ کلب ته ورغلم. په دې ځای کې زيات شمېر ځوانان په يوه لوی سالون کې کتار اښودل شويو کمپيوټرونو ته ناست وو او خپل کارونه يې پر مخ بيول.

د دې انټرنېټ کلب مسوول راته وويل، چې شاوخوا څلوېښت فيصده مشتريان يې له فېسبوک څخه ګټه اخلي او دی پوهېږي، چې د فېسبوک د کاروونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.

هغه وايي: (( د ورځې له اتيا څخه تر سلو پورې کسان راځي، چې څلوېښت فيصده يې فېسبوک کې کار کوي، څوک د چټ لپاره ترې کار اخلي او څوک غواړي، چې له دې لارې اړيکې پراخې کړي)).

په خوست کې دا مهال ګڼ شمېر انټرنېټ کلبونه فعال دي، چې په اوسط ډول د ورځې شاوخوا زر کسان انټرنېټ کلبونو ته ځي او په انټرنېټ کې کار کوي، چې ډېره برخه يې د فېسبوک کاروونکي جوړوي.