د پاکستان د خیبرپښتنخوا په کورمه کې د اکتوبر۲۹ ( لړم اووم) بیا په نښتو کې بیا دواړو ښکېلو غاړو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده، که څه هم ځینې رسنۍ په وروستیو نښتو کې د مړو شمېر ۱۰ تنه او ژوبل ۳۰ کسان ښيي خو په سیمه کې یوه ځايي کس بیا له امریکا غږ سره په خبرو کې د مړو شمېره اته تنه او د ژوبلو شمېره ۲۰ تنه ښيي.
د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه له دې تازه نښتو چې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې پیل شوې تر اوسه پکې له دواړو غاړو چې د کورمې شیعه او سني ولسونه دي لږترلږه ۳۰ تنه مړه او تر ۶۰ تنو زیات ژوبل دي خو ناتاییدې سرچینې بیا شمېره تر دې لوړه ښيي هغه ځکه چې لارې تړلې دي او د شخړې له سیمې کره مالومات نه رارسېږي.
پولیسو او ځايي خلکو د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته ويلي چې تازه مرګژوبله د کوالېزو او غزګړۍ سيمو کې د دواړو غاړو ترمینځ په نښتو کې اوښتې ده.
د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه په بوشارو، خوارکلي، بالښخېلو، سده، مرغۍ چینه، مسود اباد، سنګینه، ابراهیمزیو، پيواړ او تري منګلو کې هم نښتې شوې دي خو پکې زیاته مرګژوبله په کونج الېزیو او غوزګړۍ کې اوښتې ده.
په کورمه کې وروستۍ نښتې په ظاهره د یوې لانجمنې ویډیو د خپرېدو پر سر شوي، له امریکا غږ سره په خبرو کې د سیمې یوه اوسېدونکی او تاریخپوهه احمد توري وویل، چې نښته پریوې ټولنیزې رسنۍ ټیک ټاک ځینو کسانو یوبل ته مخامخ ښکنځلې کړې وې.
خو تر دې وړاندې هلته تر ډېره شخړې او نښتې د ځمکو پرسر رامنځته شوې او وروسته بیا فرقه ییزه بڼه خپله کړي، همدا خبره احمد توری هم کوي.
"په کورمه کې د جګړو تر ټوله غټه مسله د ځمکو قبضې دي، دا نورې پکې پلمې او بهانې دي چې کله یوه فرقه ییزه مسله راجوړه کړي کله بله. په ۲۰۰۷ کال کې په کورمه کې غرونه ونیول شول، چا چې قبضه کړې ده، هغه د یوې فرقې دي او دعوه لرونکي د بلې هغې. د ځمکو لانجې خو به وزیرستانونو کې هم شته، په خیبر کې هم شته، جګړې هم کېږي. تېره میاشت په دره ادم خېلو کې هم د ځمکو پرسر له نښتو ډېر کسان مړه شو."
په کورمه کې بیا بیا د نښتو حل به څه وي، هغه ځکه چې ډېرې جرګې مرکې شوې خو لا یې نتیجې نه دي ورکړې؟
د دې پوښتنې ځواب مو له سیاسي شننونکي او د عوامي نیشنل ګوند د کلتوري سکرېټر خادم حسین څخه اخیستی دی.
نوموړی وايي:" د کورمې د شخړو په لړ کې عوامي نیشنل ګوند یوه جرګه مخکې هم جوړه کړې وه، زموږ دا خیال دی چې په کورمه کې فرقه پرست رجحانات نشته، دا یوڅه خلک دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د شیعه او سني تفرقه استعمالوي، زموږ دا خیال دی چې په پښتونخوا وطن کې چې ځای په ځای څنګه د هدفي وژنو، لکه د خلکو د لادرکه کولو خبره، په یو بل ځای کې د ترهګرۍ خبره، نو په بل ځای کې د فرقه پرستۍ خبره روانه ده، زموږ په اند ریاستي ادارو پر دې بېخي ځان غلی کړی دی. دا سوال مو بار بار اوچت کړی دی، په ميډیا کې مو اوچت کړی دی، پر سوشل میډیا مو اوچت کړی دی، په ملکي رسنیو کې مو اوچت کړ، چې دا کورمې ته دومره غټه وسله له کومه ځایه راروانه ده".
ښاغلي خادم حسین زیاته کړه:" دا خلک چې جنګ کوي نو انتظامیه ولې خاموشه ده. صوبايي حکومت ولې غلی دی. وفاقي حکومت ولې خاموش دی. نو له دې وجې موږ مخکې هم یوه جرګه راجوړه کړې وه، د مختلیفو طبقو او د عوامي نیشنل ګوند په مختلیفو عهدېدارانو باندې مشتلمه وه. هغه جرګه لاهم برقراره ده او له مختلفو خلکو سره ویني، مخکې یې هم ورسره لیدلي ول، خو کورمه او په تېره پاړه چنار یې داسې بند کړی دی یانې ځای په ځای یې پر هغه بندیزونه لګولي دي. او د دې بندیزونو له وجې لږ مشکل راته پښېږي چې څنګه موږ هلته (کورمه) کې له مشرانو سره رابطه وکړو. زموږ دا خیال دی چې په دې کې صوبايي حکومت، مقامي انتظامیه، مقامي مشران، له دې سره د هغې (کورمې) سیمې مخکیني صوبايي او وفاقي پارلماني استازي، په دې لړ کې خپل رول ولوبوي. دوی باید ریاستي ادارو ته دا خبره په ډاګه کړي چې دلته په کورمه کې د فرقه پرستۍ یا شیعه او سني ترمینځ هېڅ تضادات نشته. شیعه ګان او سنیان هرځای شته. دا د پنجاب په مختلیفو ښارونو کې هم شته. په کوټه (بلوچستان) کې هم شته. په هرځای کې شته. نو په کورمه کې ولې دومره شر او فساد خورېږي لګیا دی. له دې وجې موږ کوښښ کوو چې څنګه دا ټول مشران او صوبايي حکومت او مخکیني منتخب استازي، دا ټول یوه مېز ته راشي. دا ټول خبرې اترې وکړي، ما ته داسې ښکاري چې ریاستي ادارې، حکومتي نظام، او نظامي ادارې له دې سره وفاقي حکومت، مقامي مشران او منتخب ممبران، پر دوی ټولو فرض دی چې دا خبره ژر تر ژره هواره کړي"
په سیمه کې د حالاتو تر خرابېدو وروسته د موبایل او انټرنیټ خدمات ځنډول شوي او د تګ راتګ لارې تړل شوي دي. په سیمه کې تعلیمي ادارې هم بندې دي.
یوشمېر سوداګرو او ډریورانو د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو له کبله افغانستان ته مال لېږدوونکي شاوخوا ۱۵۰ ګاډي بند پاتې دي.
د سوداګرو ټولنې مشر مصایب حسین مشال راډیو ته وویل د خرلڅیو پولې هغې خوا ته هم یوشمېر ګاډي بند پاتې دي او کورمې ته نه شي اوښتی.