خیبر پښتونخوا کې بمي چاودنې کې درې تنه وژل شوي

عکس- ارشیف

د خیبر پښتونخوا امنیتي مسؤلینو د جمعې په ورځ، جولای پنځمه (چنګاښ ۱۵مه) وویل چې ددغه ایالت د مردان ښار د 'جلاله پل' سیمه کې یوې چاودنې کې درې کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځايي پولیسو مشر، خالد خان رسنیو سره په خبرو کې وویل، "نامعلومو ترهګرو" له وړاندې چادویدونکي توکي د 'جلاله پل' سره نزدې ځای پر ځای کړې و، چې له یادې سیمې څخه د پولیسو د ګزمې موټر د تیریدو پر مهال يې وچول.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د پوليسو موټر او يوې رېکشا ته زيان اوښتى دی، په رېکشا کې سپاره درې تنه وژل شوي او د دوو پوليسو په ګډون اووه تنه ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل، ‌چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه د پيښې ځاې ته رسيدلې او د لټون عمليات تر څنګ د دغه پیښې په اړه یې پلټنې يي پیل کړي دي. د مردان د پوليسو یو بل افسر، ظهور افريدي رسنیو ته وويل، چاودنه د ريموټ کنټرول په ذريعه شوې ده.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په ایکس پاڼې کې په یو پیغام کې دا چاودنه غندلې او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

دغه چاودنه پداسې حال کې کیږي‌ چې د چهارشنبې په ورځ جولاۍ درېیمه (چنګاښ۱۳) د دغه هېواد یو پخوانی سناتور او ورسره څلور ملګري یې په یوې بل چاودنې کې ووژل شول. د پولیسو لومړنیو پلټنو کې ښودل شوې ده چې چاودېدونکي توکي مخکې له مخکې ځای په ځای شوي وو او د سناتور په موټر باندې د ریموټ په واسطه الوځول شوي دي.

یاده دې وي‌ وروسته له هغې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ۲۰۲۲م کال په نوامبر میاشتې کې د پاکستان حکومت سره اوربند مات کړ، پدغه هېواد کې د ترهګرۍ اړوند پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغو مخ په زیاتیدونکي ترهګریزو بریدونو په ځواب کې،‌ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روان کال د جون په ۲۲مه نېټه، په دغه هېواد کې "د عزم استحکام عملیاتو" اعلان وکړ.

خو د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې ګڼو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو ددغو نويو پوځي عملياتو د پيلېدو ټينګ مخالفت کړی او پرضد يې پراخ احتجاجونه پيل کړي دي.

دغه پوځي عملیات پداسې حال کې اعلانیږي، چې تر دې مخکې هم د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په يوشمېر قبايلي سيمو کې په بېلا بېلو وختونو کې د وسلوالو پرضد عمليات وکړل او سلګونه زره کسان يې کډوالۍ ته مجبوره کړل. په دې لويو پوځي عملياتو کې يې وروسته هغه په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات وو چې په ۲۰۱۴ کال کې پيل شول.

د دې عملياتو پر وخت د هغې سيمې شاوخوا يو مېليون کسان بې کوره کړل شول چې ګڼ شمېر يې د خيبر پښتونخوا نورو سيمو او شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو يې افغانستان ته کډې وکړې.