افغانستان کې په ترافیکي پیښو کې ۳۳ تنه مړه شوي ۵۶ نور ټپیان شوي

عکس (ارشیف)

د افغانستان په سرپل، زابل او بامیان ولایتونو کې په دریو جلا ترافیکي پیښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه مړه شوي او۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د زابل د ولایتي روغتون سرطیب نظرمحمد حریفال امریکا غږ ته وویل، چې نن د پنجشنبې په ورځ سهار جون اتم (جوزا ۱۸) ددغه ولایت د مرکز کلات په مربوطاتو کې د پل سنګي په سیمه کې ۵۸۰ ډوله موټر او د یو بل مزدا لارۍ ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې نهه تنه مسافر مړه شوي او لږ تر لږه ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي حریفال وویل، چې ۳۱ ټپیان د زابل دولتي روغتون ته رسول شوي او ۱۰ تنه نور کندهار ولایت کې د میرویس روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه د میرویس روغتون ته د انتقال شوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

دا ترافیکي پیښه د سرپل په ولایت کې د ترافیکي پیښې څو ساعته وروسته شوې ده.

د سرپل ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند دین محمد نظري رسینو ته په یو استولي غږیز پیغام کې ویلي، چې ددغه د چهارشنبې د ورځې له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې ددغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اله ‌تو د خواجه ‌یګانه کلیو ترمنځ په لاره یو فلنکوچ ډوله موټر کندې ته لویدلی، چې له امله یې په دغه موټر کې سپاره ۲۴ تنه مړه شوي او یوه ښځه ټپي شوې ده.

دین محمد نظري وویل، چې په مړه شوو کسانو کې ۱۲ ښځې، ۸ ماشومان او ۴ سړي شامل دي. هغه د موټر د چپه کیدو علت د ډرایور بې احتیاطي وښودله.

همداشان د چهارشنبې په ورځ د بامیان ولایت د پنجاب په ولسوالۍ کې د یو فلنکوچ ډوله موټر د چپه کیدو په پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

په وروستیو کلنو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو وروسته خلکو ته زیات ځاني تلفات په ترافیکي پيښو کې رسیدلي دي. په لویو لارو د اکثره ترافیکي پیښو علت د ډرایورانو بې احتیاطي او د لارو د خرابوالی ښودل کیږي.