د سوریې په شمال کې په نښتو کې ۱۳ تنه ملکیان وژل شوي

د سوریې د الباب ښار ګوټي په مارکیټ راکټي برید

د بشري حقونو یو فعال د جمعې په ورځ اګسټ ۱۹ (زمري ۲۸) وویل چې د سوریې په شمال کې له ترکیې سره په پوله کې په دوو جلا نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه تاوتریخوالی وروسته له هغه رامنځته شو چې د دمشق له ملاتړ څخه برخورداره د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (SDF) او د ترکي نیابتي ځواکونو ترمنځ په وروستیو اونیو کې کړکېچ زیات شوی دی.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د ترکیې ملاتړو سوري ځواکونو تر کنترول لاندې د الباب په سرحدي ښارګوټي پر یو مارکېټ باندې د سوریې د حکومت له خوا په سیمه ییز وخت د جمعې پر سهار د توغندیو د ورولو په پایله کې د ماشومانو په ګډون نهه ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو یو ویاند په دې راکټي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

په ترڅ کې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو خودمختاره ادارې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د ترکیې د تیرې شپې په برید کې د الحسکه ښار ته څیرمه په یوه سیمه کې د نجونو د ظرفیت لوړولو په یو مرکز باندې په برید کې څلور ماشومان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

ترکیې د روان کال د جولای د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې په سوریه کې د کُردي جنګیالیو پر ضد چې انقره یې د کردستان د کارګرانو د ګوند اړوند ګڼي پراخ بریدونه کړي دي. اروپايي ټولنه او امریکا هم د کردانو دغه سازمان تروریستي بللی دی.

دا بریدونه وروسته له هغې زیات شول چې په تهران کې د ایران، روسیې او ترکیې د مشرانو غونډه له ناکامۍ سره مخ شوه. ایران او روسیه په سوریه کې د کردانو پر ضد چې د انقرې له خوا ترهګر ګڼل کېږي، د ترکیې له نویو بریدونو سره مخالفت ښودلی دی.

درې واړه هېوادونه – روسیه، ایران او ترکیه – د سوریې په جګړه کې ښکېل دي. روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي او ترکیه د دمشق ضد یاغیانو ملاتړ کوي. خو انقرې هم په سوریه کې د کردانو د ځپلو لړۍ پیل کړې ده.

خو په سوریه کې د کردانو پر ضد د ترکیې د بریدونو له زیاتوالي سره سره، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ اګسټ ۱۹ وویل چې هېواد یې داسې کوم پلان نلري چې د سوریې په خاوره کې د هغه هیواد په شمال کې کومه سیمه اشغال کړي.

تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي خبرداری ورکړی و چې په سوریه کې د ترکیې هر ډول پوځي اقدام په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي.

ترکیې له ۲۰۱۶ کال راهیسې پر سوریې د بریدونو لړۍ پیل کړې ده. د دغو بریدونو په ترڅ کې انقرې د کرد ملېشو او د اسلامي دولت یا داعش پر سخت دریځو سربېره د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته وفادار ځواکونه هم په نښه کړي دي.

د کردانو پدغو جنګیالیو کې د خلکو د ساتنې واحدونه (YPG) شامل دي، چې د متحده ایالاتو لخوا یې ملاتړ کیږي. د کردانو د خلکو د ساتنې واحدونه په سوریه کې د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف یوه مهمه برخه ګڼل کیږي.

دا رپوټ د فرانس پرس اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی