سوریه کې د ماین چاودنې ۱۱ کسان وژلي

د جګړې د څار یو بنسټ د شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولې ۲۱) وویل چې د سوریې په جنوبي دارا ښار کې پر یو موټر د ماین د چاودنې له امله ۱۱ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ زیاته کړې چې د یو شمیر ټپیانو صحي وضعیت خراب ښودل شوی دی. یاد بنسټ‌ زیاته کړې:"په چاودنه کې له ۱۶ کلونو څخه ښکته د پنځو ماشومانو او دریو میرمنو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او کابو ۳۴ نور ټپیان شوي دي."

د سوریې رسمي خبري اژانس سانا ویلي دي چې اکثریت قربانیان هغه کارګران وو چې د غنمو د راټولولو په کروندو کې یې کار کاوه.

په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې په سیمه کې له پراخو سرچینو سره اړیکې لري ویلي دي چې له دې سره په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په سوریه کې د چاودیدونکو توکو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۱۲۴ ته لوړ شوی دی.

د سړکونو په غاړو او ان ودانیو کې چاودیدونکي د جګړې د ټولو اړخونو له خوا د کابو یوې لسیزې جګړې له امله چې په زرګونه ملکي کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي، پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د راپو له مخې، د سوریې کابو نیمایي وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې ناچاودیدونکي توکي پکې دي.

د ماینونو د څار بنسټ په وینا، سوریه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د چاودیدونکو توکو او ماینونو د تلفاتو د لوړ رقم په برخه کې له افغانستان څخه مخکې شوه او ۲۷۲۹ کسان مړه او ټپیان شوي‌ دي.

یاد بنسټ څرګنده کړې چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په سوریه کې د چاودیدونکو توکو له امله ۲۴۱ ملکي کسان ووژل شول او ۱۲۸ نور ټپیان شول.

د اټکلونو له مخې، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سوریې د جګړې له پیل څخه رادپیخوا کابو نیم میلیون کسان کسان وژل شوي او په میلیونونه نور ټپیان شوي دي.