پنجشیر کې د یو ځوان د وژنې په غبرګون کې خلکو د طالبانو ضد مظاهرې کړي

په پنجشیر کې مظاهره

د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو له لورې د یو ځوان له وژل کیدو وروسته د هغوی په ضد په سلګونو کسانو ددې ولایت په مرکز بازارک کې مظاهرې وکړې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

اعتراض کوونکو د یکشنبې د ورځې ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) له غرمې وروسته د یو ځوان مړی د پنجشیر ولایت دروازې ته انتقال کړ او "مرګ پر طالبانو،" "مرګ د پاکستان په مزدورانو" او "ژوندی دې وي احمد مسعود" شعارونه یې ورکړل.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا دغه وژل شوی ځوان محمد آقا نومیده او د یکشنبې په سهار د پنجشیر ولایت د عنابه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالب جنګیالیو په ډزو کې ووژل شو.

اعتراض کوونکي ادعا کوي چې دغه ځوان په پخواني حکومت کې هیڅ ډول رسمي مسولیت نه درلود او د طالبانو غړو دغه "بیګناه ځوان" په "بی‌رحمۍ صحرایي اعدام" کړی دی.

یو اعتراض کوونکي سیف‌الرحمان د امریکاغږ ته وویل: "نن د زمان کور د کلي یو ځوان چې هیڅ مسولیت یې نه درلود او اوسمهل بیکاره او بې روزګاره و، غوښتل یې بازار ته لاړ شي د طالبانو له لورې په ډزو ووژل شو."

د پنجشیر دغه اوسیدونکي وویل چې د پیښې وروسته خلکو مظاهره وکړه او د پیښې عاملانو ته یې د سزا غوښتنه وکوله. هغه وویل تر هغه چې ددې پیښې عاملین ونه نویل شي او د قانون منګلو ته ونه سپارل شي هغوی به ددې ځوان مړی ښخ نکړي او مظاهرو ته به دوام ورکړي.

طالبانو د پنجشیر په ولایت کې ددې ډلې د افرادو په واسطه ددغه ځوان ژونه تائید کړې او هغه یې "یوه تیروتنه" ګڼلې ده. په پنشیر کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبریالانو ته د یوې اعلامیې په استولو سره ویلي چې ددې پیښې "مشکوک عاملین" یې نیولي دي.

ددې پیښې وروسته طالب جنګیالي د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو د امنیت له امر عبدالحمید خراساني له کسانو سره نښته کړې ده. ښاغلي خراساني دغه نښته تائید کړې او د امریکاغږ ته یې ویلي چې پر دغه ځوان باندې ډزې کوونکي هم نیول شوي دي.

ښاغلي خراساني زیاته کړه: "زمونږ یو هیوادوال د ناسمو اطلاعاتو په اساس د قطعاتو پهد واسطه وژل شوی. خلکو اعتراض درلود، مونږ د پنشیر له مسولینو سره محل ته ورغلو او د عنابه ولسوال او نور هغه کسان چې پدې پیښه کې یې لاس درلود هغوی مو ونیول او هر هغه څوک چې په خپل سر او د اوامرو او الهي قانون پرته په جنایت او ظلم لاس پورې کړي نیول کیږي او سزا ورکول کیږي."

ښاغلي خراساني زیاته کړه چې اوسمهال د پنجشیر ولایت د اوسیدونکو مظاهرې پای ته رسیدلي او ددغه ځوان مړی د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

پنجشیر د افغانستان وروستی ولایت و چې طالبلنو د هغه د نیولو لپاره د مقاومت د جبهې سره جګړه وکړه او لاهم ویل کیږي چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې اړوند قوتونه ددې ولایت په ځنو برخو کې ځای پرځای شوي دي.

دا ځوان پداسې حال کې د طالبانو د کسانو له لورې پدې ولایت کې وژل کیږي چې پدې وروستیو کې د بخښنې نړیوال سازمان د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې طالبانو پر پنجشیر ولایت باندې په برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه پدې ولایت کې نیولي او شکنجه کړي دي.