کیم د دریم ځل لپاره له ټرمپ سره د ملاقات لېوال دی

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون ویلي چمتو دی له ډانلډ ټرمپ سره وګوري خو په دې شرط چې امریکا د روان کال تر پایه دواړو لورو ته د منلو وړ شرایط وړاندې کړي.

د شمالي کوریا رهبر دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د ( اپریل په ۱۲ ) د خپل هیواد د پارلمان یوې غونډې ته کړې دي.

کیم جونګ اون وویل: " بې له شکه د خبرو له لارې د مشکلاتو هواری موږ ته ارزښت لري. " خو هغه زیاته کړه: " خبري د امریکا په طریقه چې یوازې د یوې خوا غوښتنې پکې په پام کې نیول کیږي، موږ ته د منلو وړ ندي او موږ پکې هیڅ ډول منفعت نلرو."

د شمالي کوریا رهبر همدارنګه له ټرمپ سره د دویمې غونډې د بې پایلې پاتې کیدو پړه پر واشنګټن واچوله خو له ټرمپ سره یې خپل روابط ښه وبلل.

جمهور رئیس ټرمپ د شمالي کوریا د رهبر ددې څرګندونو په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي" زه له کیم سره موافق یم چې زموږ شخصي اړیکې ډیرې ښې دي آن کیدای شي د عالي اصطلاح دقیقه وي."

ټرمپ زیاته کړې" دریمه غونډه به ښه وي او موږ به په بشپړ ډول دا درک کړو چې څه غواړو."

د امریکا جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ د ( اپریل په ۱۱ ) د سهیلي کوریا له جمهور رئیس مون جي ان سره په لیدنه کې وویل، چمتو دی چې د دریم ځل لپاره هم د شمالي کوریا له رهبر سره وګوري ، خو زیاته یې کړه چې پر پیونګ یانګ به بندیزونه په ځای وي.

جمهور رئیس ټرمپ وویل" دا مناسب وخت ندی چې جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره خپل مشترک اقتصادي پروګرامونه پر مخ بوزي."

د شمالي کوریا رهبر د خپل هیواد په پارلمان کې د وینا پر مهال وویل له جنوبي کوریا یې غوښتي دي چې د پیونګ یانګ له موقف څخه ملاتړ وکړي.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس د ډانلډ ټرمپ او د کیم جونګ اون ترمنځ د خبرو اترو د دوام په هدف تر اوسه څو ځله د دواړو هیوادونو له مشرانو سره کتلي دي.

خو د روان کال په فبروري میاشت کې په ویتنام کې د شمالي کوریا او امریکا د مشرانو ترمنځ د دویمې غونډې د بې پایلې تر پاتې کیدو وروسته پیونګ یانګ له جنوبي کوریا غوښتي دي چې له واشنګټن څخه واټن ونیسي او خپل پام د دواړو کوریاګانو ترمنځ اقتصادي پروګرامونو ته واړوي.

د جنوبي کوریا د جمهور رئیس دفتر د شمالي کوریا د رهبر ددې څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې سیول د خبرو دوام ته ژمن دی او د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ د خبرو د ډیر ژر پیلیدو لپاره مرسته کوي.