د هندي سندرغاړي له خوا د یوې مینه والې د شونډو ښکلولو انتقادونه پارولي

د هند نوموتي سندرغاړي اودیت ناراین په دې وروستیو کې د یو کنسرت پر مهال خپله یوه مینه‌واله پر شونډو ښکلوي چې د هغه دې کار په ټولنیزو رسنیو کې سخت انتقادونه پارولي دي.

په یوه ویډیو کې چې د ایکس په ټولنیزې رسنۍ خپره شوې ده لیدل کېږي چې اودیت ناراین د یو کنسرت پر مهال خپلې څو ښځینه مینه‌والې پر مخ ښکلوي، خو په ورته وخت کې دا سندرغاړی د یوې هندۍ انجلۍ سره د یادګاري انځور اخیستلو وروسته هغه په شونډو ښکلوي چې دې مسلې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د ایکس ټولنیزې شبکې یو کاروونکي لیکلي‌ دي: "اودیت ناراین د داسې چلند مخینه لري او هغه په همدې حال کې پاتې دی چې د حیرانتیا وړ ده. له دې پورته د حیرانتیا وړ مسله دا ده چې یوې ښځې هم هغه په څپېړه ونوهه."

خو د برکها تیهرن په نوم یو فعال او فلم جوړوونکي ویلي دغو میرمنو پرته له دې چې له اودیت ناراین څخه اجازه واخلي هغه یې ښکل کړ خو کله چې اودیت هغوی ښکل کړې د ښځو د حقونو فعالانو غږونه پورته کړل.

هغه ویلي ولې باید د اودیت متقابل عمل په وړاندې انتقادونه وشي:‌ "یوازې د دې لپاره چې هغه یو سړی دی."

سره له دې هم پر دغه مشهوره سندرغاړي باندې چې لسګونه ملي هنري جایزې یې ګټلې دي زیات انتقادونه شوي‌ دي.

اودیت ناراین له هندوستان ټایمز سره په خبرو کې د خپلو مینه‌ والو له ښکلولو څخه دفاع کړې ده او ویلي یې دي: موږ داسې خلک نه یو،‌ موږ ډېر نجیب خلک یو. زموږ مینه وال موږ سره ډېره مینه لري. یو شمېر یې (ښکلولو ته) هڅول کېږي او له دې لارې خپله مینه څرګندوي...یو شمېر لاسونه ښوروي او یو شمېر یې لاسونه ښکلوي...موږ باید دې مسلو ته ډېره پاملرنه وکړو."

یو شمېر نورو کاروونکو د ادیت ناراین پخوانۍ ویډیوګانې نشر کړي چې نوموړی په کې ښځینه هندي سندرغاړې ښکلوي. دغو کاروونکو د ادیت ناراین پر دې اقدام باندې تند انتقادونه کړي دي.

اودیت ناراین له ۱۹۸۰ لسیزه راوروسته د هند په سینما کې د تلپاتې سندرو له امله په ټوله نړۍ کې زیات شمېر مینه وال لري.

پهلا نشه پهلا خمار، تپ تپ برسا پاني،‌ اجا ماهیا، ای میري همسفر، کهو نا پیار هې او سلګونه نورې مشهورې سندرې د اودیت ناراین په هنري اثارو کې شاملې دي.