کابل کې د علي شیرنوايي نړیوال سمپوزیم کار پیل کړ

علي شیر نوایې په ۱۴۴۱ عیسوي کال کې د هرات په ولایت کې زیږیدلی او بیا د سلطان حسین بایقرا په دوره کې وزیر شو.

د افغانستان د ازبکي ژبې د وتلي لیکوال، شاعر او سیاستوال علي شیر نوايي، د ۵۷۵ تلین په مناسبت نن د دوشنبې په ورځ د ارګ ماڼۍ کې لومړی پنځه ورځینی نړیوال سمپوزیم په کار پیل وکړ.

په دې سمپوزیم کې د افغانستان او سیمې یو شمیر هیوادونو لسګونه لیکوالانو، شاعرانو، پوهانو او د پوهنتون استادان ګډون لري.

افغان ولسمشر په خپله وینا کې علی شیرنوايي، د یو وتلي لیکوال، شاعر او سیاسي مدبر په توګه یاد کړ او وې ویل، چې نوموړي د خلکو تر منځ د ورورولۍ او یووالي په ټینګولو کې پراخ رول درلود.

ښاغلي غني وویل، نهمه هجري پیړۍ د افغانستان د فرهنګ او ادب یوه ځلانده پیړۍ ده، چې په کې د علي شیر نوايي ونډه د پام وړ وه.

ولسمشر غني وویل "په معاصر تاریخ کې هغه زموږ په ازبکي او ترکي ژبو کې د خوشحال خټک په شان مقام لري، لکه څنګه چې خوشحال خټک په پښتو ادب کې د عطف ټکی دی، دغسې امیر علي شیر نوايي هم په ټول ترکي او ازبکي ادب کې د عطب ټکی او د نوي دوران پیلوونکی دی."

افغان ولسمشر وویل د افغانستان اساسي قانوني د ټولو ژبو پر برابرۍ ټینګار کوي او حکومت هم ژمن دی، چې ټولو ژبو ته په برابره توګه کار وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې علي شیر نوايي پر نقشبندي طریقې ښه اغیزه درلوده چې پر وینا یې د دې طریقې لارویان تل د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د جهاد په لومړي کتار کې دریدلي دي.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان اوسنۍ فرهنګ د هغو هڅو حاصل دی چې په تیرو زرګونو کلونو کې د دې خاورې د مخلتفو قومونو په زیار رامنځ ته شوی دی.

په دې غونډه کې ولسمشر غني اعلان وکړ چې د علي شیر نوايي په نوم یو ځانګړی علمي میډال جوړوي او د هغه یو لوی عکس د ارګ په سلام‌خانه کې لګوي.

علي شیرنوايي په ۱۴۴۱ زیږدیز کال کې په هرات ولایت کې زېږدلی وو، چې د خپل وخت یو وتلی لیکوال، شاعر او سیاستوال و. هغه په ازبکي، ترکي او فارسي ژبو د شعر او نثر ۲۷ آثار لري.

په پام کې ده، چې افغان او د سیمې د هیوادونو پوهان او څیړونکي به په کابل کې په روانو دریو ورځو کې د علي شیرنوايي د علمي او سیاسي شخصیت په هکله ۳۲ مقالې او څیړنې تر بحث لاندې ونیسي.

ټاکل شوې، چې ددغه سمپوزیم ګډونوال به د دغه سمپوزیم په څلورمه ورځ هرات ته لاړ شي او بیا به له هغه ځایه مزارشریف ته لاړشي او هلته به د علي شیر نوایې په دوره کې جوړ شوي تاریخي ځایو څخه هم لیدنه وکړي.