افغان نجونو د فوټبال ټیم نه د نامتو امریکایي باسکتبالر ملاتړ

د هومل په نامه د ورزشي کالیو کمپنۍ د افغانستان د نجونو د ملي ټیم کالي جوړ کړي دي.

د هومل په نامه د سپورتي کالیو امریکایي کمپنۍ په خپل تویټر کې لیکلي وو چې دوی به په ټویټر کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د هر نوي ملاتړي په زیاتیدو سره یو یو ډالر اعانه ورکوي. دوی د زرو تنو پلویانو اټکل کړی و.

خو کله چې دغه هدف ترلاسه شو، د هومل کمپنۍ ولیکل چې هر څوک چې د دوی دغه زر ډالره دوه چنده کړي، دوی به نور زر ډالر هم ورزیات کړي.

د امریکا د باسکتبال مشهور لوبغاړی کوبی براینت

ددې کمپنۍ د غوښتنې په ځواب کې د امریکا د باسکتبال مشهور لوبغاړي کوبی براینت په خپل تویټر کې ولیکل چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم سره د مرستې وړاندیز مني. د هومل د کمپنۍ په استازیتوب د کوبی برانت څخه د مکسیکو د ملي ټیم تکړه لوبغاړې مونیکا الوارادو دا غوښتنه کړې وه.

​د ښاغلي براینت ځواب:

الوارادو په خپل ټوټر پاڼه کې د کوبی براینت د مرستې نه مننه کړې او هغه یې ستایلی دی چې د افغانستان د ښځو د فوټبال د نوي ایجاد شوي ټیم سره یې مرسته کړې ده.

مونیکا الوارادو د مکسیکو د ښځو د فوټبال په ملي ټیم کې د مدافع په توگه لوبه کوي چې په ٢٠١١ او ٢٠١٥ کې د ښځو د فوټبال په نړیوال جام کې یې هم لوبه کړې ده.

کوبی براینت چې د اوږدې مودې لپاره یې د لاس انجلس لیکر په ټیم کې لوبه کوله او د NBA یا د امریکا د باسکتبال د ملي اتحادیې د نومیالیو لوبغاړو څخه دی، په دې وروستیو کې یې د ورزش له نړۍ سره خدای پاماني وکړه.

کوبی براینت د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما سره لیدل کیږي چې د لاس انجلس لیکر کمیس یې په لاس کې دی

د ESPN تلویزیوني شبکې په دې اړوند چې ښاغلی براینت څنګه له فوټبال ورزش سره مینه پیدا کړې لیکلي دي چې براینت په ایټالیا کې لوی شوی دی او په همدې خاطر د فوټبال د ورزش سره هم خاصه مینه لري. هغه د امریکا د ښځو د فوټبال د ملي ټیم د ملاټرو له ډلې څخه دی او د روان کال په لومړیو کې یې د امریکا د ښځو د فوټبال د ملي ټیم سره له نژدې هم کتلي دي.