په بدخشان کې کوچیان د څړځایونو په بدل کې باج ورکوي

په کندوز کې کوچیان وایي د څړځایونو په بدل کې ترې پسونه اخیستل کیږي.

د کندوز په ولایت کې د کوچیانو سرخیل شیرمحمد کوچی وايي چې له دوي څخه اوس هم په بدخشان کې د رمې په سر پسونه اخیستل کیږي، او له تیرو پنځلسو کالو راپه دیخوا دغه چاره جریان لري او ددوي دغه ستونزه تر اوسه حل نه شوه.

شیرمحمد کوچی وايي چې په شمال ختیځو ولایتونو کې له کوچینانو څخه د باج اخیستو له امله زیات شمیر کوچینانو رمې خرڅې کړې او له مالدارۍ څخه یې لاس واخیسته" د بدخشان پر لاره په هر ځای کې له کوچیانو پسونه اخلي او له دولت څخه په دې ناراضه یو چې پاملرنه ورته نه کیږي."

کوچی وايي چې دوی به پخوا رمې پیاده بدخشان ته بیولې ځکه په لارو کې به هم ددوي رمې څریدې او څو اونیو کې به یې دغه سفر کاوه خو اوس چې څړځایونه په زراعتي ځمکو بدل شوي دوي هم په موټرو کې رمې بدخشان ته بیايي:

" پخوا به پیاده رمې بدخشان ته تللې اوس په موترو کې رمې بیایو ځکه په لارو کې موجود څړځایونه په زراعتي ځمکو بدل شوي دي، او ایلاغونه راباندې په پیسو خرڅوي، څومره چې واښه ډیر وي همغومره زیاتې پیسې اخلي."

د وخت په تیریدو سره هر څوک د تعلیم په ارزښت پوه شوي دي اوس کوچیان هم د خپلو اولادونو د باسواده کیدو لپاره هڅه کوي د کندوز کوچیان وايي چې د ماشومانو لپاره یې ښوونځي نشته، او اولادونه یې بې تعلیمه پاتي کیږي، خو دوي نیت لري چې په نوي کال کې به د کوچیانو د اولادونو لپاره به په شخصي لګښت دیني مدرسه جوړه کړي

" په علي اباد، خیلګډا، طاهریانو، ابراهیم شهید سیمو کې ۱۷ ښوونځي د دریو کالو لپاره قرارد شوی و، هغه اوس ختم شوي، خو له خلکو سره مو خبره وکړه چې د کوچیانو د اولادونو لپاره دیني مدرسه جوړه کړو."

هغه وايي په کندوز کې مالداري ځکه مخ پر ختمیدو ده چې کوچینانو ته پاملرنه نه کیږي، او دوي له دولت څخه غواړي چې د مالدارۍ په برخه کې ورسره مرسته وکړي.