د بدخشان د کوهستان امنیه قوماندان د طالبانو برید کې وژل شوی

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، د یاد ولایت د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالظاهر ضیايي له دوو نورو سیمه ییزو پولیسو سره د طالبانو برید کې وژل شوی دی.

د یاد ولایت د اعلامیې له مخې نوموړی تېره شپه د کوهستان ولسوالۍ پر ځینو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو د برید پر مهال وژل شوی دی.

بیان زیاتوي چې په دغه نښتې کې ۱۵ تنو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتې چې په وینا یې د پنځو تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د بدخشان امنیتي چارواکو ته دغه مرګ ژوبله پر داسې مهال اوړي چې په دغه هیواد کې د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د تاوتریخوالي د پېښو په دوام د تیرې شنبې په ورځ ناوخته په بامیان کې د چارواکو په وینا د طالبانو برید کې ۹ افغان سرتیري ووژل شول.

د افغان حکومت په ګډون، ګڼو نړیوالو بنسټونو د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د کمولو غوښتنه کړې ده.

بلخوا تیره شپه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

د لغمان ځايي چارواکي وايي هاوان طالبانو توغولی، خو طالبانو بیا ویلي چې امنیتي ځواکونو دا کار کړی دی.