د پښتونخوا حکومت: د نجونو ښوونځیو ته به نارینه نه ورځي

د خیبر پښتونخوا حکومت د جینکو ښونځیو ته د نارنیو په تگ بندیز لگولی دی چې د ښځو د حقونو د فعالینو برسیره یې د مخالفه سیاسي گوندونو غبرگون پارولی دی.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم لپاره مشاور ضیا الله بنگش د اکتوبر په ٢٩ د صوبې د حکومت د دغې پریکړې په اړه مطبوعاتو وویل چې "د پښتنو په ټولنې کې د دې روایت اجازه نشته او اوس به د ښوونځیو په هر ډول رسوماتو کې د گډون لپاره نارینه وزیران او نور حکومتي مامورین د تگ اجازه و نلري او یواځې ښځې به د خاص ملیمنو په حيث ورتللی شي."

د یادونې و ده چې دا وخت په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان د تحریک انصاف د گوند حکومت دی.

د پښتونخوا د حکومت پریکړې ته غبرگون

د پاکستان په صدراعظم عمران خان د بشري حقونو ځینې فعالین تور لگوي چې هغه د طالبانو لپاره ښه احساسات لري.

د ښوونځیو په اړه د دغې پریکړې نه وروسته په ټولنیزو رسنیو ځینو فعالینو په ښاغلي خان تور ولگاوه چې د طالبانو نظام نافذول غواړي. په دغو کسانو کې​ یو د نوبل جایزې گټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیالدین دی، هغه د حکومت دغه پریکړه وغندله. ښاغلی ضیاالدین په خپل ټویټر ولیکل

"عمران خان، ایا دا هغه بدلون او نوی پاکستان دی، چې تا یې زمونږ سره لوظ کړی و؟ ایا ته زمونږ ادارو کې د طالبانو نظام راولی"

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بټو لور بختاور زرداري بټو په خپل ټویټر عمران خان د طالبانو خواخوږی وباله. هغه لیکي

"دا هم هغه څه دي چې عمران خان یې لوظ کړی و. د خان سیاست او د ښځو ضد اقدامات د هغه تگلاره څرگندوي. پاکستان پدې حکومت کې پرمختگ نشې کولی. زمونږ صدراعظم د طالبانو ستر خواخوږی دی او میرمن یې هم د ښځو د پیاوړتیا لپاره هیڅ نه کوي."

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره د 'دیموکراتې ښځې' په نوم یوې موسسې هم د عمران خان د حکومت دغه پریکړه غندلې ده او په اعلامېې کې وایي چې د نارینو او د ښځو د بیلولو دغه پریکړه یو منفي پیغام ورکوي.

خو بیا د عمران خان د گوند پلویانو د پښتونخوا د حکومت د پریکړې هر کلې کړیدی او وایي چې هغه پلرونه چې خپلې لوڼه لدی کبله ښوونځینو ته نه لیږي چې هلته نامحرمه نارینه وي، نو اوس به هغوي هم خپلې لوڼې ښوونځیو ته لیږي.