د کندز والي له خلکو وغوښتل چې بېرته عادي ژوند پیل کړي

په کندز کې چارواکي وایي چې د ښار ډیره برخه د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله ده خو لا هم جنګ په بشپړه توکه پای ته نه دی رسیدلی

د کندز نوي سرپرست والي حمیدالله دانشي پر ښاریان وغږ وکړ چې بېرته خپل عادي ژوند ته وروګرځی، هټۍ او بازارونه پرانیزي.

پر کندز له طالبانو له برید یوه اوونۍ کیږي.

په همدې حال کې د کندز د ښار په شاو خوا څنډو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په کوڅو او سرکونو باندې جګړه روانه ده.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرورحسیني امریکاغږ ته وویل چې د ښار په شاو خوا سیمو کې ددوي تصفیوي عملیات دوام لري او ښار د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

خو د کندز د ښار یو تن اوسیدونکي محمد نور وایې چې اوس د ښار په څنډو کې جګړه دوام لري، هغه زیاتوي چې کله افغان ځواکونه مخکې کیږي او کله طالبان مخکې ځي.

دغه خلک چې په کورونو کې د ساتنې لپاره یو یو تن پریښې دی هغوي هم وایې چې نور له جګړو په عذاب شوي او کورونه د خدای په هیله پریږدي او له سیمې ووځي.

هغه خلک چې د جګړو له امله له کندز څخه نورو ولایتونو ته ځي وایې چې د بغلان د جرخشک په سیمه کې طالبانو عمومي سرک بند کړی او خلک د کلیو له لارې یو ساعت اضافه مزل کوي او بیرته قیر سرک ته راووځي.

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ جګړه

هغه مهال چې پر کندوز ښار وسله والو طالبانو برید وکړ ورسره سم په بدخشان، تخار او بغلان کې هم وسله والوطالبانو پر ولسوالیو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې يې د وردوج ولسوالۍ طالبانو ونیوله.

د بدخشان د امنیې قوماندان ویاند لعل محمد احمدزی وایې چې وردوج اوس هم د طالبانو په لاس کې دی او افغان کمانډو د عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

هغه زیاتوي چې د بهارک ولسوالۍ بیرته افغان ځواکونو تر لاسه کړې ده او اوس په کې خلک عادي ژوند کوي.

له بلې خوا د فاریاب ولایت کې چارواکي وایې چې تیره شپه وسله والو طالبانو پلان درلوده چې د فاریاب پر زندان برید وکړي مګر ددغې حملې مخه ونیول شوه.

د میمنې په ښار د طالبانو برید په شا وهل شوی

د فاریاب په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي چې تیره شپه طالبانو د دغه ولایت په مرکز د میمنې د ښارپه شاوخوا پوستو د درنو او سپکو وسله بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي دي.

د فاریاب د ولایت د والي مرستیال عبدالستار بارز امریکا غږ ته وویل چې مخالفو وسله والو غوښتل چې ښارته راننوځي او له زندان څخه بندیان وباسي ، خو د افغان امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت وروسته مخالف وسله وال بیرته په شا شول.

ښاغلی بارز وایي چې د تیرې شپې په جګړه کې د مخالفو وسله والو یو پاکستانی وسله وال قوماندان د شیخ ولي جان په نوم هم وژل شوی دی.

افغان امنیتي چارواکي وایي په دی جګړه کې تر شلو مخالف وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو تراوسه د فاریاب د ولایتي چارواکو د ادعا په هکله څه نه دي ویلي.