تالقانو کې کاندیدان د غیر رسمي وسله والو سره گرځي

د تخار اوسیدونکي وايي چې د انتخاباتي کمپاینونو له شروع کیدو سره په دغه ولایت کې د وسله والو شمیر زیات شوی دی، دوي وايي چې اکثر کاندیدان له ځان سره تر لسو پورې وسله وال ګرځوي، چې هیڅ ډول یونیفورم نه لري.

امنیتي مسولین هم کاندیدانو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو کمپایني دفترونو د ساتنې لپاره باید وسله وال کسان ولري.

عام خلک وايي چې که کاندیدان وسله وال کسان ولري نو د انتخاباتو په ورځ هم د همدغو وسله والو په زور خلک تهدیدولای شي چې ددوي په ګټه رایه ورکړي.

د تالقان د ښار اوسیدونکي د ولسي جرګې له کاندیدانو غواړي چې په انتخاباتي کمپاینونو کې خلکو ته ضرر ونه رسوي او د ښار اوسیدنې اصول باید مراعات کړي، چې د خلکو د اعتماد وړ وګرځي، د تالقان د ښار اوسیدونکی جلال وايي:

معراج شریفي د تالقان یو بل اوسیدونکی دی هغه وايي چې ځینې کاندیدان د خدمت کولو له شعار سره په ښار کې ګرځي خو په اکثرو ځایونو کې خلک تهدیدوي او سپکاوی ورته کوي:

خو امنیتي چارواکي وايي چې دوي د کاندیدانو د کمپاینونو لپاره بشپړ امادګي لري، او ضرور نه ده چې کاندیدان له ځان سره غیر مسول وسله وال وګرځوي.

خو د ولسي جرګې د یو وکیل د انتخاباتي دفتر یو تن مسول امریکاغږ ته وویل چې دوي د انتخاباتي کمپاین دفتر هیڅ وسله وال نه درلودل خو امنیتي مسولینو ورته ویلي چې باید د ځان د ساتلو لپاره څو کسه وسله وال په دنده وګوماري.

په تخار کې د ولسي جرګې لپاره ۷۳ تنو ځانونه کاندید کړي چې دي له جملې څخه یې ۱۲ تنه ښځې دي، تخار په ولسي جرګه کې ۹ چوکۍ لري چې ۷ تنه به یې نارینه او ۲ دوه تنه به یې ښځینه وکیلانې وي.