پر کندز د طالبانو برید پر شا وتمبول شو

د کندز ښار چوک

د پولیسو د سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې د جمعې په سهار څلور بجې طالبانو د کندوز پر ښار له څلورو خواو څخه برید وکړ مګر برید یې په شا وتنبول شو. هغه وايي چې په دغه جګړه کې تر ۳۷ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

له بیګا راهیسې د کندوز د ښار شاوخوا سیمو حضرت سلطان، کنم، تلوکه، بوز او لودینو کې سخته جګړه روانه ده، د کندوز د ښار په فضا کې هیلوکپترونه او جیټ الوتکې پروازونه کوي او کله کله راکټ ولي.

په کندوز کې افغان ځواکونو د حمل له پنځمې نیټې راپه دیخوا د مخالفو وسله والو پر ضد عملیات پيل کړي دي، خو مخالفو وسله والو طالبانو هم د عمري په نامه د عملیاتو اعلان کړی او د کندوز پر ښار او څلورو ولسوالیو باندې یې بریدونه کړي دي.

نن د جګړې د پیل نه وروسته د کندوز د ښار ګڼه ګوڼه کمه شوې او د ښار په عمومي چوک کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د ښار اړونده سیمه لودینو کې هم د محلي پولیسو پوستې مخالفینو نیولي دي. ددغې سیمې د محلي پولیسو یو قوماندان وايي چې دوی له قوماندانۍ څخه د مرستو غوښتنه کوي خو تر اوسه مرسته ورته نه ده رسیدلی.

د کندوز عام خلک ویره لري چې یوځل بیا جګړه د ښار منځ ته ونه رسیږي، خو امنیتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې دوي به دا ځل له کندوز څخه دفاع وکړي او کندوز به سقوط ته پرینږدي.

د خلکو اندیښنه په دې کې ده چې د تیر کال د میزان د میاشتې پیښه بیا تکرار نه شي او ښار طالبان ونه نیسي.

خو دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش، د کندز پر ښار د طالبانو د برید تائیدوي او وایي چېافغان ځواکونه به "هیڅکله اجازه ور نه کړي چې طالبان ښار ونیسي."

ښاغلي دانس د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د ښار او ولسوالیو د دفاع لپاره ټول اقدامات نیول شوي او افغان امنیتي ځواکونه په زیاتو سیمو کې د طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات پرمخ بیایي.