د لبنان اردو د داعش پر ضد پوځي عملیات پیل کړل

د لبنان ولسمشر د عملیاتو په جریان کې پر خپلو پوځي قوماندانانو غږ وکړ چې "موږ ناامیده نکړئ"

د لبنان اردو چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کیږي هغه هېواد کې د داعش پر ضد د شنبې په ورځ [اګست ۱۹] پراخ عملیات پیل کړل.

د لبنان حکومت په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي له جګړو او ناخوالو څخه چې ګڼ حکومتونه یې ړنګ کړل خوندي پاتې شو خو دغه هېواد نه دی توانیدلی خپل امنیت ته ورپېښ خطرونه ختم کړي.

د تازه پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې له ډیرې مودې راپدېخوا یې د ترسره کیدو تمه کیدله، د لبنان په بیلابیلو سیمو کې به د داعش مراکز په نښه شي او لبنان کې به د ترهګرۍ خطر ختم شي.

د لبنان ولسمشر، میشل سلیمان له دفاع وزارت څخه د عملیاتو په جریان کې پر خپلو پوځي قوماندانانو غږ وکړ چې "موږ ناامیده نکړئ". او زیاته یې کړه چې "زموږ زړه او ذهن له تاسو سره دي."

لبناني سیاستوال وایې چې داعش جنګیالي د لبنان او سوریې د سرحد په اوږدو کې ۳۰۰ کیلومتر مربع خاوره تر خپلې ولکې لاندې لري. د شمیرو له مخې شاوخوا ۶۰۰ تُندلاري په لبنان کې دیره دي.

په ورته وخت کې د لبنان حزب الله ډلې او د سوریې اردو هم د سرحد په اوږدو کې یو لړ پوځي عملیات پیل کړي دي.

لبناني چارواکي ټینګار کوي چې دوي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له حکومت سره خپل عملیات نه هماهنګ کوي. اردو ویلي چې دوي حتي د حزب الله له ډلې سره هم هماهنګي نه ده کړې.

حزب الله د امریکا لخوا یوه ترهګره ډله معرفي شوې ده. دغه ډله له ۲۰۱۳ کال راپدې خوا د بشارلاسد له پوځیانو سره اوږه په اوږه د مخالفینو پر ضد جګړه کوي.

امریکا د لبنان د اردو کلک ملاتړ کوي او د دفاع وزارت پنټاګون چارواکو یې ددغو عملیاتو د پرمخ بیولو لپاره له لبنان څخه لیدنه کړې ده.