خوست کې یو شمیر کورنۍ لا هم د ګوزڼ واکسین په هکله سم معلومات نلري– روغتیایي چارواکي

د خوست یوشمېر روغتیاپالان په دې باور دي چې د هېواد په مختلفو کلیو او بانډو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په وړاندې د ځینو خلکو ناسم پوهاوی او سوړ چلند ددغه بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي.

دوی له میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو اولادونو سلامتیا د ناسم پوهاوي قرباني نکړي او رضاکاران پرېږدي چې په ټولو سیمو کې کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي.

د افغانستان په سوېل ختیځ کې یو شمېر روغتیاپالان په دې باور دي چې د ځینو کورنیو په خاصه توګه د والدینو کمه همکاري د دغه بهیر د بریالیتوب په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي.

په خوست کې د ماشومانو د برخې یو تن متخصص ډاکټر ګلاب جان صدیقي په دې اند دی چې په کلیوالي سیمو کې د قومي مشرانو او یا د کورنیو لخوا د پولیو واکسین د تطبیق په وړاندې ناسم پوهاوی او سوړ چلند د دې لامل کیږي چې په زیات شمېر کم عمره ماشومان له واکسین محروم پاتې شي چې په دې کار سره د پروسې بریالیتوب ټکنی کیږي.

ښاغلي صدیقي په دې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د واکسین په اړه تل منفي نظر درلودل کیدای شي دې برخه کې د عامه پوهاوي په نه درلودلو دلالت و کړي او که د واکسین ټیمونو سره د کلي د خلکو یا والدینو لخوا همکاري نه وي نو زموږ کوچنیان د واکسین له تطبیق څخه محروم پاتې کیږي.“

صدیقي په افغانستان کې د پولیو لمنځه وړلو برخه کې د هغو مسؤولیتونو یادونه هم کوي کوم چې ځوانانو مشرانو او د ټولنې ټولو وګړو ته متوجې دي.

دنوموړي په وینا، که د پولیو واکسین ماشومانو ته تطبیق نشي نو دوی په دغه ویروس اخته کیدلی شي او د یو کس په اخته کیدو سره په کورنۍ، کلي، ولایت او هیواد کې د نورو اشخاصو د اخته کیدو امکان هم شته چې وروسته بیا د مړینې، دایمي فلج او یا هم د خپلې کورنۍ د اوږو بار ګرځي.

بل لوري ته، هغه ځوانان چې په ټولنه کې مدني فعالیتونه تنظیموي او له بیلابیلو لارو د خلکو د پوهاوي هڅه کوي له نورو غواړي چې له صحي رضاکارانو سره نیک چلند وکړي او د خپل توان مطابق هغوی سره مرسته وکړي چې ماشومان په وخت و زمان واکسین شي.

دخوست یو ټولنیز فعال طاهر ارمان په دې هکله امریکاغږ ته وویل چې نوموړی په دې پوه دی که یو ماشوم په ټولنه کې معلول او معذور شي د کورنۍ ترڅنګ د ټولې جامعې لپاره د اوږو بار ګرځي.

ښاغلي ارمان زیاته کړه: ” کله چې زموږ کلي ته واکسیناتوران راشي، زه د کلي په ملا امام باندې اعلان کوم ترڅو شاوخوا کورنۍ ټول هغه ماشومان چې د واکسین د تطبیق مرحله یې نه وي بشپړه کړې، د باندې را وباسي. سربیره پردې، واکسیناتورانو سره د خوراک څښاک برخه کې هم مرسته کوم ځکه زه په دې پوهیږم چې که یو ماشوم زموږ په کلي کې په پولیو اخته شي نو هم د کورنۍ او هم د ټولنې لپاره د اوږو بار ګرځي او هم به له ډیرو حقوقو څخه محروم شي.“

روغتیاپالان او د ټولنې نور باسواده اشخاص له هغو خلکو غواړي کوم چې د ګوزڼ واکسین د تطبیق په وړاندې بې تفاوته دي ترڅو د دې بهیر د بریالیتوب لپاره خپله انرژي په کار واچوي او یا هم د دې پروګرام په هکله خپل لازم پوهاوی زیات کړي ترڅو په راتلونکې کې د دوی کوچني اولادونه د معلولیت له خطر نه خوندي پاتې شي.