بنګله دېش کې د شدیدو بارانونو او ځمکې ښویېدو له کبله نهه تنه مړه شوي

په ۲۰۲۲ کې هم بې ساري سیلابونو په بنګله دیش کې په میلیونونو انسانان لاندې کړل او شاوخوا سل تنه پکې مړه شول.

بنګله دیشي چارواکو د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) وویل چې د سختو بارانونو له کبله په دغه هېواد ځمکه ښویېدلې او لږ تر لږه نهه کسان پکې لاندې شوي او زرګونو نورو لوړو سیمو ته پناه وړې ده.

د ښوونځیو ودانۍ د هغو کسانو لپاره په سرپناه بدل شوي چې د سیندونو د سطحې د لوړېدو له کبله یې خپل کورونه پریښي، په داسې حال کې چې له یو میلیون څخه ډیر خلک په شمالي سیمو کې په سیلابونو کې بند پاتې دي.

بنګله دیش، د شاوخوا ۱۷۰ میلیون نفوس لرونکی هیواد، د نړۍ د اقلیم د خطر شاخص د معلوماتو له مخې، د ناورینونو او د اقلیم د بدلون ترټولو زیات زیان منونکو هیوادونو څخه دی.

د مونسون کلني بارانونه په دغه هېواد کې هر کال د پراخې تباهي لامل ګرځي. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون د هوا بڼه بدلوي او د خونړیو موسمي پیښو شمیر زیاتوي.

د بنګله دیش د شمال ختیځ سلهت سیمې کمیشنر ابو احمد صدیق فرانس پرس ته وویل، "لږترلږه ۷۰۰ زره خلک د سیلابونو او سختو بارانونو له کبله په سلهت کې بند پاتې دي، او ۵۰۰ زره نور خلک په ګاونډ سونم ګنج کې ایسار شوي دي."

د ځمکې ښویدنې پېښه د کاکس بازار په سیمه کې رامنځته شوې چې لږ تر لږه نهه تنه پکې مړه دي.

په دغه سیمه کې د روهنګیا کډوالو د کمپونو امنیتي چارواکي امیر جعفر وویل، اته تنه قربانیان د ګاونډي میانمار روهنګیا کډوال دي او یو تن د بنګله دیش وګړی دی.

'له خټو لاندې شوي'

امیر جعفر فرانس پرس ته وویل: "دوی په خپلو سرپناهګانو کې ویده وو چې د شپې مهال شدید باران د کمپونو په پنځو برخو کې د ځمکې د ښویېدو لامل شو. خلک له خټو لاندې شوي دی."

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې شدید باران دوام لري، په سلګونو کډوال د خطر له ساحې نورو سیمو ته لیږدول شوي دي.

شاوخوا یو میلیون روهنګیا کډوال په دغه سیمه کې د خیمو او لرګیو له کورونو جوړو لسګونو کمپونو کې اوسیږي چیرې چې د ځمکې ښویېدل عام دي.

د بنګله دیش په سلهت ولسوالۍ کې د هغه سیند د اوبو د سطحې د لوړېدو له کبله سیلابونه راوتلي چې په هند کې یې هم ډیرې سیمې لاندې کړي دي.

د بنګله دیش د حکومت لوړ پوړي چارواکي شیخ رسول حسن وویل: "له ۱۷۰ زره څخه ډیر خلک یوازې په سلهت کې پناه ځایونو ته وړل شوي دي." هغه خبرداری ورکړ چې د سیندونو د اوبو سطحه د لوړېدو په حال کې ده.

د بنګله دیش ډیره برخه له خاکناو جوړه ده ځکه چې د ګنګا او برهماپوترا سیندونه چې د همالیا له غرونو سرچینه اخلي ددغه هېواد د خاورې له لارې سمندر ته رسیږي.

په سلهت کې په ۲۰۲۲ کې بې ساري سیلابونو په میلیونونو انسانان لاندې کړل او شاوخوا سل تنه پکې مړه شول.

ددې سیمې اداري چارواکي توحید الاسلام وویل چې د سهار وختي راهیسې د سیند د اوبو سطحه په لومړیو درې ساعتونو کې دوه سانتي متره نوره لوړه شوې ده.

هغه وویل: "که باران او د اوبو د سطحې لوړوالی دوام وکړي، وضعیت به د ۲۰۲۲ کال په څېر شي."