کانګو کې د ځمکې د ښویدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي

آرشیف

د کانګو د دموکراتیک جمهوریت سیمه ایزو چارواکو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ لومړۍ) وویل چې د هغه هیواد په ختیځ کې د سختو اورښتونو له امله ځمکه ښویدلې او له امله یې ۱۶ کسان مړه شوي دي.

د هغه هیواد د جنوبي کیفو ولایت د کامیتوګا سیمې د ښاروالۍ سرپرست الکساندر انګندو د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه د دوشنبې په شپه شوې ده.

ښاغلي انګندو پر ټلفون د فرانسې خبري آژانس ته وویل:" د وژل شویو کسانو شمیر ۱۶ تنه دی چې پکې میرمنې، نارینه او ماشومان دي."

د یو غیر حکومتي بنسټ رئیس تریستان موکامبا موانګا ویلي دي چې په دې ښارګوټي کې څلور سیمې ښویدلي دي.

د زیانمنو شویو سیمو اوسیدونکو ویلي دي چې اجساد خاورو ته له سپارل کیدو مخکې د ښار سالون ته لیږدول شوي دي. د موانګا په وینا، هغوی د تابوتونو په تمه دي څو قربانیان دفن کړي.

یوه اوونۍ مخکې هم د کیفو ولایت په ګاونډ ماسیسي سیمه کې د سختو اورښتونو او د ځمکې د ښویدو له امله ۲۰ کسان وژل شوي وو.