ولسمشر ټرمپ: امریکا له یوه واقعي ویر سره مخامخ ده

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لاس ویگاس د یکشنبی په قتل عام کې د چارشنبی په ورځ ددې خونړۍ پېښې د عاجلو پېښو کارگران وستایل

ولسمشر ډانلډ ټرمپ او میلانیا ټرمپ د لاس ویگاس د پولیسو په څانگه کې هغه کسان وکتل چې تر ټولو اول د پېښې د قربانیانو مرستې ته ورغلي ول.

چارواکي وايي د لاس ویگاس د قتل عام له پېښې نه مخکې سټیفن پډاک داسې کوټې په کرایه نیولې وې چې په لاس ویگاس او شیکاگو کې ترینه د موسیقي کنسرتونه په څرگنده توگه ښکاره شي. خو دهغه نیت لا په دې اړه معلوم ندی.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډنلد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ لاس ویگاس ته په سفر کې دهغو پولیسو او امنیتي ساتونکي زړورتیا و ستایله چې د یکشنبې د خونړي برید نه وروسته یې خلکو سره مرسته کړې وه. جمهور رئیس ټرمپ او میرمن میلانیا ټرمپ د پیښې د شپږسوه زخمیان هم وکتل. هغه د لاس ویګاس په ښار کې د پولیسو مرکزي دفتر ته هم تللی و او له پولیسانو سره ېې وکتل.

Your browser doesn’t support HTML5

د لاس ویگاس خونړۍ پېښه

د امریکا په لاس ویگاس کې د یوه وسله وال کس له خوا د خونړي برید نه څلور ورځې وروسته، پرون د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانالد ټرمپ او د امریکا لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ لاس ویګاس ته تللي وو چې په هغه ښار کې د دغې خونړۍ پېښې قربانیانو ته دوعا وکړي او کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړي. ټرمپ په روغتون کې د بستري ټپیانو د عیادت په مهال وویل چې امریکا نن له یوه واقعي ویر سره مخامخ ده.

جمهور رئیس ترمپ او د هغه میرمن میلانیا په داسې حال کې په شخصي ډول د لاس ویگاس د خونړي برید نه د ژوندي پاتې شویو خلکو او کورنیو سره ولیدل چې د سیمې اوسیدونکي د نورمال ژوند هڅه کوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وویل:ځینې په ډیر بد ډول زخمیان دي ځکه چې هغوی له وتلو نه انکار وکړ. هغوی غوښتل چې له نورو سره مرسته وکړي ځکه چې هرې خواته لیدل چې خلک په ډزو ویشتل کیدل."

د هیدر ملتن د میړه په څیر ځیني ملکي وگړي چې هڅه یې کوله نور خلک خوندي کړي وژل شوي دي.هیدر ملیټن وویل:

"هغه خپل لاسونه له ما نه راتاو کړل او منډه مو کړه او دا هغه وخت و چې ما احساس وکړ هغه له شا نه وویشتل شو او موږ دواړه په مځکه ولویدلو.

ولسمشر ټرمپ د لومړنیو مرسته کوونکو زړورتیا وستایله چې په چټکۍ یې له قربانیانوسرهمرستې کولې. ولسمشر ټرمپ وویل وویل:

نړۍ تاسو ته متوجه ده او تاسو وښودله چې مسلکي خلک یاست ځکه چې تاسو ډیر په چټکۍ ځانونه د پیښې ځای ته ورسول. دا ډول پیښو ته رسیدل ساعتونه نیسي خو تاسو په وخت ورسیدلئ، تاسو باید په ځان ویاړ وکړئ.

او هغه ملکي خلک هم په ځان ویاړ وکړي چې د نورو د ژوند په ژغورولو کې مرسته کړې ده.

ولسمشر وویل تکسي چلونکیو عالي کار کړیدی. تکسي چلونکيو خپلې سپرلي له موټرنه ه ښکته کړي او هڅولي دي چې زخمیان روغتون ته ورسوي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پخپل رسمي بیان کې د ناورین په وړاندې د امریکایانو په مراقبت او زړوتیا ټینگار وکړ. بل خوا که څه هم تر اوسه د مشکوک بریدگر ستیفن پډک د برید انگیزه نده څرگنده شوې خو د لاس ویگاس د پولیسو مشر وایي څرنگه چې پدک د مهماتو او چاودیدونکيو موادو انبار جوړ کړی و، نو داگرانه ده چې باور وشي هغه دا کار په یوازې سر،کړی وي.

د لاس ویگاس د پولیسو مشر جو لمباردو وايي: "پکارده چی اټکل وکړو هغه به خامخا یو څه مرسته ترلاسه کړې وي او مونږ غواړو یقینا ددې خبرې په ځواب پوه شو. شاید هغه ډیر قوي سړی وي چې دا کار یې ټول په یوازې سر کړی وي، خو ما ته گرانه ده چې باور وکړم.

جمهور رئیس ترمپ د لاس ویگاس د خونړۍ پیښې بریدگر، لیونی او ناروغ بللی. پولیس د هغه له ملگرې، ماریلو ډانلي نه چې د دغې په پېښې په مهال له هېوادنه ه بهر وه او د سې شنبې په شپه له فیلیپین څخه امریکا ته ستنه شوې، پوښتنې کوي. میرمن ډانلي په یوه بیان کې ویلي چې دا له مخکې د هغه له دې پلان نه خبره نه وه.

د لاس ویګاس د پولیسو مشر جوزف لومبارډو ویلي پلټونکې ډله به د لاس ویگاس د خونړۍ پیښې انگیزه مالومه کړي. خو تر دې دمه پلټنونکې ډله کومې نتیجې ته نه ده رسیدلې.

د لاس ویګاس د پولیسو مشر جوزف لمبارډو ویلي پلټونکې ډله به د لاس ویگاس د خونړۍ پیښې انگیزه مالومه کړي. خو تر دې دمه پلټنونکې ډله کومې نتیجې ته نه ده رسیدلې.

څلورشپیته کلن سټیفن پېډک شتمن و او پخوانۍ جرمي سابقه هم نه لري. پردې سربیره ېېپه ښکاره ډولسخت دریځ سیاسي او مذهبي خیالات هم نه درلودل؛ نو پوښتنه داده چی ولې ېې ٥٨ کسان ووژل؟ پولیس ا ونور ماهران دې پوښتنې ته د ځواب په پېدا ولو لگیادي.