کنړ کې د لشکر طیبه درې غړي وژل شوي

د افغانستان په ختیځ کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو وايي، چې په کنړ کې د لشکر طیبه پر یو نظامي مرکز د ملي اردو ځواکونو د برید په نتیجه کې د دغې ډلې غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغې قول اردو په یو بیان کې ویلي، دا برید چې د چهارشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۲م) د اسمار ولسوالۍ په خوشحال تاله سیمه کې شوی، په کې د مجید په نوم د لشکر طیبه قوماندان درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د سیلاب ۲۰۱ قول اردو ویلي، چې دغه شمیر وسله‌وال ټول بهرنیان وو، خو دا چې د کوم هیواد دي په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

لشکر طیبه په پاکستان کې یوه سخت دریځه اسلامي ډله ده، چې د څیړونکو پر وینا له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې څه باندې شل تروریستي ډلې فعالیت کوي.

په کنړ کې د د افغان پوځیانو له خوا د لشکر طیبه مرکز په داسې حال کې په نښه شوی، چې په دې وروستیو کې د افغانستان دفاع وزارت د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره خپل یرغلیز بریدونه زیات کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د ترهګرو ډلو پر روزنیزو او نظامي مرکزونو بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو عمده برخه جوړوي.