'کونړ کې د پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه ۶ وسله وال وژل شوي'

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د بهرنیانو په ګډون د لشکر طیبه وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن سې شنبه جون ۳۰ (چنګاښ۱۰) امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د لشکر طیبه وسله والو پر مرورې ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ چې د څو ساعته جګړې په پایله کې د دریو پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه شپږ غړي وژل شوي دي.

نوموړی وايي، د دښمن مرګ ژوبله یې ښایي له دې لوړه وي، خو تر اوسه شپږ جسدونه امنیتي ځواکونو موندلي دي.

مصمم زیاتوي چې په دغه جګړه کې د محلي اردو یو سرتیری هم وژل شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکي رفیع الله امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه په مروره کې سخته جګړه شوې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او سپکې او درنې وسلې پکې چلېدلې دي.

تر دامهاله وسله والو مخالفینو د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو راپور

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي و چې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې د افغان طالبانو تر چتر لاندې په کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت کوي.