د پاکستان ترټولو زیات نفوس لرونکي ایالت پنجاب ایالتي شورا د سه شنبې په ورځ، جنوري ۲۱ (سلواغه ۲)، داسې قانون تصویب کړ چې کاغذپران بازي په بشپړ ډول منع کوي.
له دغه قانون څخه سرغړوونکو کسانو، د کاغذپران الوځوونکو او جوړوونکو ته د قید او جریمې درنې سزاګانې ټاکل شوي دي.
دا قانون د بسنت میلې په درشل کې تصویب شوی دی. په دغه مېله کې، چې په عنعنوي ډول د پسرلي موسم د رارسېدو په خوښۍ کې جوړیږي، کاغذپران بازي عامه ده.
له دې وړاندې د پنجاب په مرکز لاهور ښار کې په ۲۰۰۵ کې په کاغذپران بازۍ وروسته له هغه بندیز ولګېد چې ۱۱ تنه د کاغذپرانونو په تارونو د ژوبل کېدو وروسته مړه شول.
دا بندیز له لاهور څخه نورو شاوخوا ښارونو ته هم پراخ شو او د نوي قانون له مخې به اوس په ټول پنجاب ایالت کې کاغذپران بازي منع وي.
دا مطلب هم ولولئ په هند کې د کاغذ پران فیستیوال کې شپږ تنه په تار مړه شويد پنجاب په ایالتي شورا کې په کاغذپران بازۍ د بندیز لایحه د سه شنبې په ورځ د مسلم لیګ ګوند وکیل مجتبی شجاع الرحمن وړاندې کړه چې په اکثریت مثبت رایو سره تصویب شو.
په کاغذپران بازۍ د بندیز له قانون څخه سرغوړونکي په پنځه کاله قید او دوه میلیون کلدارې جریمې محکوم کیدای شي. د کاغذپرانونو او ښیښه يي تارونو جوړوونکو ته د اووه کاله بند او پنځه میلیون کلدارو جریمې سزا ټاکل شوې ده.
مجتبی شجاع الرحمن وویل چې د بې ګناه خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د داسې یو قانون اړتیا وه.
د بسنت عنعنوي مېله له پیړیو راهیسې هرکال جوړیږي او په ترڅ کې یې په زرګونو خلک کاغذپرانونه الوځوي. بسنت د ژیړ رنګ معنی لري چې اشاره یې د پسرلي د موسم په رارسېدو سره په ژیړو ګلانو پوښل شوې ځمکه ده.