د هالیووډ سینما ستوري لیونارډو ډي کپریو چې د آسکر جایزه یې گټلې د اپل کمپنۍ د بنسټ ایښونکي سټیو جابز له ماندینې لارین پاول جابز، او د یو بل امریکایي پانگه وال سره په گډه "د ځمکې لپاره پیوستون" په نامه سازمان جوړ کړ.
ددې سازمان هدف د اقلیمي بدلونونو په وړاندې مبارزه او پر ځمکې ژوند ته د چاپیریال د گواښونو په وړاندې تدابیر دي.
We are proud to announce that the Leonardo DiCaprio Foundation is now part of Earth Alliance, a philanthropic partnership dedicated to addressing the urgency of climate change and environmental threats to life on Earth. Learn more here: https://t.co/rnMXwUwF5g. pic.twitter.com/dUdeehNqc5
— DiCaprio Foundation (@dicapriofdn) July 2, 2019
ښاغلي دی کپریو د فلم په نړۍ کې د شهرت سربیره د کلونو راهیسې د چاپیریال ساتنې او د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د مبارزې په هکله فعال رول لوبولی دی.
د ځمکې لپاره د پیوستون سازمان به د اقلیمي بدلونو او همداشان د هغه خطرونو په هکله د پوهاوي زمینه برابروي چې ځمکه پر ځمکې ژوند گواښي.
ښاغلي ډي کپریو ویلي دي، "ویاړم چې په تیرو شلو کلونو کې زما بسنټ د اقلیم، سمندر او د ځمکې پر مخ د طبعي زیرمو د ١٣٢ مختلفو سازمانونو د نژدې ٢٠٠ پروژو" ملاتړ کړی دی.